روزنامه اصلاح

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ځینو بنسټونو سره د فنی او حرفوی زده‌کړو هوکړې وکړې

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اقاخان نړیوال بنسټ او یو شمېر نورو نړیوالو مؤسسو سره د فنی او حرفوی زده‌کړو لپاره د ۷.۶ میلیونه ډالرو په لګښت هوکړې لاسلیک کړې.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اقاخان نړیوال بنسټ، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، د اسیا د ټولنې د پراختیا مؤسسې او د ښځو د روزنې تعلیمی مؤسسې سره په ګډه د فنی او حرفوی زده‌کړو هوکړې وکړې.

د دغه هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکی د
سې شنبې په ورځ په یوه خبری ناسته کې وویل چې له دغو نړیوالو بنسټونو سره هوکړې به ګڼو ځوانانو ته د حرفوی زده‌کړو زمینه برابره کړی.

دی وایی:

“نن څلور هوکړې وشوې چې له مخې به‌یې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲۴۷۰ کسانو نجونو او هلکانو ته د فنی او حرفوی زده‌کړو زمینه برابره شی.”

په ټوله‌ییزه توګه دغه هوکړې د ۷،۶ میلیونه ډالرو په لګښت وشوې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت‌یې د بې‌کارۍ د کچې د راټیټولو او ځوانانو ته د کاری زمینې په برابرولو کې اغېزمن بولی.

په دغو هوکړو کې ځینې نوې څانګې هم لکه د زعفرانو پروسس، ایکو تورېزم، د هوټل لرلو مدیریت، کرنیزې وړتیاوې، د شاتو د مچیو روزنه، د مڼو د باغونو جوړول او یو شمېر نورې جوړې شوې دی چې له مخې یې د اوسنی وخت په مطابقت سره ځوانان په اسانه توګه کولای شی چې ژر کار ومومی.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د فنی او حرفوی زده‌کړو ۷۰ سلنه فارغانو ته تر دې دمه د کار زمینه برابره شوې چې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دی.

د نړیوال بانک د وروستیو احصائیو له مخې چې افغان حکومت‌یې هم تأییدوی، په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹ میلیونه کسان بې‌کاره دی.

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلی وو چې د بې‌کارۍ د کچې د راټیټولو لپاره به ۷۰ سلنه ښوونځی حرفوی کړی چې له ښوونځیو فارغ کسان هم وکولای شی چې په ټولنه کې په فعاله توګه ونډه ولری.

له دې سره په افغانستان کې د اقاخان نړیوال بنسټ استازی نجم‌الدین نجم چې په دغه غونډه کې یې ګډون درلود، ژمنه وکړه چې راتلونکی کې هم د هېواد پراختیا او پرمختګ لپاره پلانونه لری او ګڼ ولایتونه به‌یې د دغو پلانونو تر پوښښ لاندې وی.

ده وویل:

“موږ هیله‌مند یوو چې په دومره موده کې مو چې څومره کارونه پیل کړی، بیا هم د دې لامل وګرځی چې په یو شمېر ولایتونو کې یې چې د کار تړونونه لرو، په راتلونکی کې هم د کار زمینه برابره کړی.”

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هیله څرګنده کړه چې که یو شمېر خصوصی او نړیوالې مؤسسې او ټولنې یې لاسنیوی وکړی، ژر به د ټول هېواد په کچه د بې‌کارۍ ګراف ورسره راټیټ شی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید