روزنامه اصلاح

د کابل-ډېلی پروازونو له څو اوونیو راهیسې افغانانو ته سرخوږی جوړ کړی

د افغان ناروغ لرونکو او مسافرینو پر مخ د پاکستان د فضایی حریم بندېدل اندېښنې راپیدا کړې دی.

یو شمېر هغو افغانانو چې هند ته سفر کړی د لارې په اوږدو کې د ناروغانو له لاسه ورکولو او ګڼو نورو ستونزو کیسې کوی.

د پاکستان د هوایی حریم د بندېدو لامل د هند او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې ستونزې په ګوته شوی.

هغه مسافرین چې پخوا د پاکستان له لارې په یو ساعت او ۴۰ دقیقو کې نوې ډېلی ته رسېدل، اوس د ایران له لارې په شپږو ساعتونو کې رسېږی.

۳۵ کلن جمشید وایی، د کاروبار لپاره په اوونۍ کې یو ځل اړ دی چې هند ته ولاړ شی، خو هغه د لارې په اوږدو کې د ستونزو په اړه ازادی راډیو ته خپله کیسه داسې بیان کړه:

“ما د لارې په اوږدو کې داسې کسان ولیدل چې د هند په هوایی ډګر کې پاتې وو او د ټکټ پیسې یې په پور اخیستې وې او د الوتکې په داخل کې د یو ناروغ ماشوم مړه کېدل مې په خپلو سترګو ولیدل چې د لارې د اوږدېدو له امله‌ مړ شو،که لار خلاصه وای، ممکن دا ماشوم اوس ژوندی وی.”

د لارې د اوږدوالی تر څنګ یو شمېر ناروغ لرونکی د ټکټ اخیستلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

۲۹ کلن فرهاد یو بل ځوان دی چې د ماشومې لور د درملنې لپاره هند ته تللی و، خو کابل ته د بېرته راتګ پر مهال په کراتو یې ټکټ بدل شوی او په ډېرو ستونزو رارسېدلی دی.

دی زیاتوی:

“لور مې د زړه ناروغی درلوده، په هند کې څو ځلې زما ټکټ کنسل شو، تاریخ به‌یې ورکاوه چې بله ورځ ورشم او بیا به چې ورتلم نو کنسل کېده، په ټوله کې افغانان هلته ګڼو ستونزو سره مخ دی.”

په کابل کې یو شمېر ناروغ لرونکی غواړی خپل ناروغان هند ته انتقال کړی، خو د یادې ستونزې له امله بېرته په شا شوی دی.

۳۲ کلن شبیر احمد چې غوښتل‌یې خپل ناروغ هند ته ولېږدوی وایی، د لارې د اوږدوالی له امله نه‌دی توانېدلی.

بشیر احمد زیاتوی:

“د لارې د اوږدوالی وېره وه چې ناروغ مو په لاره کې له لاسه ورنه‌کړو.”

شبیر احمد همدارنګه وایی، د تېر په پرتله د ټکټونو بیې لوړې شوی او اوس‌یې هر څوک د اخیستلو توان نه‌لری.

شکیب فضلی بیا د یو شرکت مسؤل دی چې د حامد کرزی په نړیوال هوایی ډګر کې پر مسافرینو ټکټ پلوری؛ دی وایی، په تېرو څو اوونیو کې هند ته د ټکټونو خرڅلاو ډېر کم شوی دی.

ښاغلی فضلی زیاته کړه:

“پخوا مو چې میاشتنی ټکټونه حسابول، ۱۰۰ سلنه ټکټونه به خرڅېدل، خو اوس یوازې ۴۰ سلنه خرڅېږی، دغې مسئله زموږ په کاروبار ناوړه اغېز کړی.”

د پاکستان له فضا، له کابله تر نوې ډېلی او له نوې ډېلی نه تر کابله پر پروازونو هغه مهال بندیز ولګېد چې د تېر کال په حوت میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې.

دا مسئله د دې لامل شوه چې دغه پروازونه د ایران له لارې ترسره شی.

خو پوښتنه دا ده چې د ایران له لارې د شپږو ساعتونو په جریان کې ناروغانو ته څه چمتووالی په پام کې نیول شوی؟

د کابل اریانا هوایی شرکت اجرائیه رئیس منیر ایلیاد دا پوښتنه داسې ځوابوی: “د دې لپاره زموږ د مېلمه پالونکو سوپروایزران او مېلمه پالونکو د ناروغانو د مراقبت په برخه کې روزنې ترلاسه کړی او په‌دې برخه کې ټول اصول په پام کې نیسی.”

یو شمېر افغانان شکایت کوی چې هوایی شرکتونه له موقع څخه په ناوړه ګټې اخیستنې د ټکټونو بیې دوه برابره کړی.

خو د کام ایر خصوصی شرکت مرستیال سلیمان عمر دغو انتقادونو ته داسې ځواب وایی:

“موږ تر ډېره هڅه کړې ده چې د امکان تر کچې نرخونه وساتو، اوسنی سیستم کې نوی تغییرات هم راغلی، خو لا هم دا زموږ د عملیاتی برخې لګښتونه نه‌شی پوره کولای.”

یو شمېر هندی هوایی شرکتونو چې افغانستان ته تګ راتګ کاوه د تېرې اوونۍ په وروستیو کې افغانستان ته خپل پروازونه ودرول، خو د افغانستان د هوایی شرکتونو مسؤلان وایی، هغوی خلکو ته د ژمنتیا پر اساس فعالیت کوی.

د هوایی شرکتونو مسؤلین او خلک د پاکستان له لارې د هوایی پروازو په بیا پیلېدو ټینګار کوی.

هغه څه چې د هوایی چلند ادارې مسؤلینو په کراتو ډاډ ورکړی، خو لا هم ستونزه په خپل ځای پاتې ده.

دا ځل د افغانستان د هوایی چلند خپلواکې ادارې ویاند قاسم حلیمی په‌دې اړه وایی:

“دا ستونزه یوازې افغانستان پورې تړاو نه‌لری، بلکې د پاکستان هوایی حریم د ټولو هېوادونو پر مخ تړل شوی، خو موږ د ډیپلوماتیکو لارو نه دا مسئله تعقیبوو او له پاکستانی چارواکو سره په تماس کې یو.”

خو دا چې د پاکستان هوایی حریم به کله د کابل-نوې ډېلی د پروازونو پر مخ پرانیستل شی، راتلونکی وخت به‌یې روښانوی.

  ناجیه ساپۍ

ممکن است شما دوست داشته باشید