روزنامه اصلاح

د کابل په وزیر محمداکبر خان غونډۍ کې د نیالګیو کېنولو بهیر پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارومعینیت او د چارو ادارې د مدنی ټولنې ریاست د کابل ښاروالۍ په همکارۍ په کابل کې دنیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د نیالګیو کېنولودغه کمپاین په کابل کې د وزیر محمداکبر خان غونډۍ له لمنې څخه پیل شو.

د نیالګیو کېنولو په کمپاین کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین
محمد اجمل شاهپور، د چارو ادارې د مدنې ټولنې رییس سید حفیظ فیاض، د کابل ښاروالۍ د لسمې ناحیې رییس عبدالستار الکوزی، د مدنی ټولنو یوشمېر غړو او یوشمېر رضاکارو ځوانانو ګډون کړی وو
.

د دغه کمپاین په بهیر کې د ځوانانو چارو معین وویل چې د دغه کمپاین د ترسره کولو هدف د هېواد په  ګوټ ګوټ کې د نیالګیو کېنولو رواجول دی.

هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل چې د سمسور افغانستان په خاطر هر ځوان باید  یونیالګى کېنوی چې له یوې خوا د ډول ډول ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شی او له بله پلوه د هېواد په سمسورتیا کې خپله ونډه ترسره کړی وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید