روزنامه اصلاح

د کابل هوا ککړوونکوته د مسؤلوارګانونو خبرداری او ګوت څنډنه

د کابل ښار چې ویل کیږی نږدې شپږ ملیونه کسان په کې ژوند کوی ، دنړۍ یو له ګڼ میشته ښارونو څخه بلل کیږی ، خو په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایوچې نن سبا ددغه ښار هوا د نړۍ په کچه ډیره ککړه او ګواښوونکې بلل شوې ، نوځکه دافغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی هم مسوولوارګانونو ته په ټینګار سره سپارښتنه کړې چې دکابل ښار دهوا د ککړتیا د لاملو د پیداکولو او مخنیوی په اړوند په چټکتیا سره لاس په کارشی ، چې له نیکه مرغه په دې وروستیو کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوی ‍‍چې « د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ ددغه ښار د هغو ودانیو مالکینو ته چې د دوئ په وینا دهوا په ککړتیا کې لویه برخه لری ، خبرداری ورکړی ترڅو په خپلو ملکیتونو کې معیاری سوند توکی وکاروی ، د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ چارواکو د کابل د ځینو استوګنزیو ښارګوټو ، حمامونو ، دخښتو جوړونې بټیو ، تولیدی فابریکو ، د ودونو سالونونو ، سونا حوضونو او سوداګریزو مرکزونو مالکینو سره لیدنه کې د هوا ککړتیا په اړه بحث کړی ، دکورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی  چې ددغو ملکیتونو خاوندانو ته د روانې میاشتې تر اتمې نیټې پورې وخت ورکړل شوی ترڅو د هوا ککړتیا په برخې کې معیاری سوند توکی وکاروی او په سوند ځایونو کې له فلترونو څخه کار واخلی ، په خپرپاڼه کې داهم راغلی چې سرغړوونکی به جریمه ، ممنوع الخروج ، د جوازونو لغوه کیدو سره مخامخ شی ، پردې اساس د روانې میاشتې تر اتمې نیټې دې ټولې هغه برخې چې د هوا د ککړیدو لامل ګرځی ، په فلترونو او معیاری سوند توکو سمبال شی او کوم  کسان چې په دې برخه کې ناغیړی کوی له هغوئ سره به جدی قانونی چلند وشی ، داپه داسې حال کې ده چې نسبت بل هروخت ته د پلازمینه کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه اندیښنې ډیرې شوی دی .البته د رپوټونو پراساس  یوه نړیواله سروې ښیی چې په تیر  ۲۰۱۷ میلادی کال کې په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله لسکونه زره کسان مړی شوی دی ، که څه هم ددغې ستونزې له امله د تلفاتو رسمی شمیر نه شته خو د نړیوالې هوا د وضعیت څارونکی ډلې په دې سروې کې ویلی چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د ککړې هوا له امله تر(۲۶۰۰۰) زیات کسان مړه شوی دی خوپه همدې کال کې په جګړو کې ۳۴۸۳ ملکی کسان وژل شوی وو .

 دغه سروې دوه میاشتې مخکې خپره شوې وه ، داپه داسې حال کې ده چې سږ کال نسبت دوه کاله مخکې د هوا دککړتیا کچه او په اړه یې اندیښنې لا هم ډیرې شوی دی .

دافغانستان د چاپیریال ساتنې ملی اداره  د خلکو  بې وزلی ، د معیاری سوند توکیو نه کارول ، په سوند ځایونو کې د فلترونو او نورو آسانتیاوو نه شتون د هوا د ککړیدو لوې علتونه بللی دی .

کابل  ښاریان ددغه ښار ککړوونکو ته د مسوولو ارګانونو له لورې یاد خبرداری ستایی او په دې هیله دی چې مسوول ارګانونه په خبرداری کې راغلی ټکی په ښه توګه تطبیق کړی اودسرغړوونکو پروړاندې هم بې توپیره پاتې نه شی او له هغوئ سره قانونی چلند وکړی .  

البته دې ټکی ته مو باید پام وی چې تنفسی ناروغۍ د لوګی لومړنی  ضرر دی چې ګڼ شمیر خلک له همدغې ناروغۍ سره لاس اوګریوان دی او عملاً د دوئ روغتیا او سلامتیا ګواښوی ، د روغتیا پالانو په باورهمدا لوګی دی چې دهوا ککړیدو او د چاپیریال دناولی کیدو سبب کیږی نو ککړه هوا او ناولی چاپیریال بیا انسانانو ته مختلفې ناروغۍ او ستونزې را پیدا کوی ، د بیلګې په توګه  د سترګو سوځیدل او دسترګو نورې ناروغۍ هم د لوګی د ضررونو له امله منځته راځی ، د نظرد خاوندانو په باور د ورځې په اوږدوکې دلوګی زهری مواد د ښاریانو د سترګو د بڼو له پاسه کینی او ورو ورو سترګوته ننوځی چې د سترګو د وچوالی او سوځیدو لامل کیږی ، ځکه چې دغه مواد د اوښکو حجرات له منځه وړی او د حجراتو له منځه تلل په حقیقت کې د سترګو د وچیدو ، سوروالی ، حساسیت او د اضافی غوښې د پیدا کیدو سبب کیږی ، همداشان سترګې د هر ډول روښنایې او نور پروړاندې حساس کیږی او ورو ورو د سترګو په اړخونو او خواوو کې ګونځې ، دسر درد ، پړسوب او حساسیت منځه راځی ، البته د پلاستیکونو او ربړونو لوګی بیا ډیر دروند او چسپ لرونکی دی او پورته هوا ته نه ورځی او یواځې د کوڅو په منځونو کې پاتې کیږی چې دا ډیر خطرناک دی او حتی په امیدواره ښځوهم ډیر ناوړه اغیزه کوی ، لوګی د نورو ضررونو ترڅنګ اقتصادی ضرر هم لری ځکه چې د لوګی له امله هوا ککړه او ناولې کیږی چې دهوا دغه ککړتیا په انسانانو کې ناروغی زیاتوی نوخلک مجبوره کیږی چې د خپل ځان د تداوی او درملنې لپاره ډیرې پیسې ولګوی ، ځنې لا علاجه ناروغۍ لکه سرطان هم د لوګی له امله پیداکیږی چې د ډیرو پیسو په لګولو سره  به بیاهم د درملنې وړ نه وی .

د یادې ستونزې د مخنیوی په اړوند باید وویل شی چې په لومړی قدم کې هیوادوال  د روغتیا او سلامتیا د خوندیتوب په موخه ډیره هڅه وکړی د سوند هغه توکی چې په ټوله کې د ښار هوا ککړوی او د ښاریانو روغتیا ته زیان رسوی د هغه له سوځولو څخه ډډه وکړی او د سوند معیارِی توکِی وکاروِی ترڅو د کابل ښکلی ښار هوا تردې زیاته ناولې او ککړه نه شی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید