روزنامه اصلاح

د کابل هوایی ډګر  کې پولیسو  په  تیرو درې میاشتو کې ۸۲ قاچاقبران نیولی

د مسکراتو او نشه یی توکو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز چارواکی وایی، پولیسو د روان ۱۳۹۷ لمریز کال په وروستیو درې میاشتو ( تلې، لړم او لنیدۍ) کې د دیارلس ښځینه قاچاقبرانو په ګډون ۲۷۵ قاچاقبران نیولی دی.

د مسکراتو او نشه یی توکو سره د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز ویاند خالد موحد وایی، چې په وروستیو درې میاشتو کې یوازې ۸۲ تنه قاچاقبران، چې د مختلفو طریقو په کارولو یې غوښتل هیروین بهر ته قاچاق کړی د حامد کرزی په هوایی ډګر کې نیول شوی دی.

ښاغلی موحد وویل ” د دغو نیول شوو قاچاقبرانو ۸۲ تنو یې غوښتل، چې په بیلابیلو طریقو هیروین یا په خپله خیټه، یا په سفری بکسونو او یا هم په مایع هیروینو کې د خپلو جامو د خیشته کولو له لارې د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر څخه هندوستان، سعودی عربستان،متحده عربی اماراتو ته ولیږدوی، چې د نشه یی توکو د مبارزې د پولیسو او د عدلی او قضایی مرکزد موظف څارنول له خوا نیول شوی دی“.

د مسکراتو او نشه یی توکو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز د روان لمریز کال د تلې، لړم او لیندۍ میاشتو د راپور له مخې د نشه یی توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه موده کې د قاچاقبرانو څخه ۴۷ ډول ډول موټر، ۱٫۱۴ میلیارده افغانۍ او څه باندې لس زره ډالرهم ضبط کړی دی.

د مسکراتو او نشه یی توکو سره د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز د دغه درې میاشتنې راپور له مخې په تیرو دریو میاشتو کې د دغه مرکز لومړنۍ محکمې د ۱۵ دولتی کارکوونکو، نهه ښځو او یو بهرنی وګړی په ګډون ۲۶۴ تنو ته د شپږ میاشتو څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا هم اورولې ده. د دې ترڅنګ د دغه مرکز د استیناف محکمې ۱۵۴ تورنو ته، چې ۴ ښځې او اوه تنه د عامه خدمتونو موظفین هم په کې شامل دی په ۱۱۲ دوسیو کې د تنفیذی بند بیلابیلې سزاګانې اورولی دی.

د مسکراتو او نشه یی توکو سره د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز د راپور له مخې په تیرو دریو میاشتوکې زیاتې جرمې پیښې په کابل او له هغې وروسته د ننګرهار په ولایت ثبت شوی دی. په نړۍ کې ترټولو زیات نشه یی توکې لا هم په افغانستان کې تولیږی. د افغان حکومت او د ملګروملتونو د نشه یی توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې ” یو این او ډی سی” د ګډې سروې له مخې سږکال په افغانستان کې پر ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوی وو، چې د تیرکال پرتله ۲۰ فیصده کم وو. همداشان سږکال په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه اپین تولید شوی، چې د تیرکال پرتله ۲۹ فیصده کموالی ښیی. تیر ۱۳۹۶ لمریز کال کې په دغه هیواد کې پر ۳۲۸۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوی وو.

همداشان تیرکال په افغانستان کې د اپینو تولید ۹۰۰۰ ټنو ته رسیدلی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید