روزنامه اصلاح

د کابل » زوړ دېوال« په نړېدو دی

د کابل ښار په زړه کې د شېر دروازې غره پر سر غځېدلی تاریخی اثر چې د کابل زوړ دېوال په نامه یادېږی د نړېدو په حال کې دی.

د پنځمې او شپږمې زېږدېزې پېړۍ دغه اثر شااوخوا ۵۰ سلنه نړېدلی او پاتې برخه یې د غره په ځینو سیمو کې د ځایی اوسېدونکو د کورونو له خوا محاصره شوې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چاواکی وایی چې د یاد اثر د بیا جوړونې چارې د بودیجې د کموالی له امله نه دی پیل شوی، خو د بشری زیان د مخنیوی له اړخه ځینې اقدمات شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری امریکا غږ سره په مرکې کې ویلی چې:”ځینو کسانو سره له دې چې د دېوال په څو مترۍ کې کورونه جوړ کړی دوه هغه برجونه هم چې د دېوال په اوږدو کې جوړ شوی و هغوی کې هم خلکو کورونه جوړ کړی دی، موږ د دوی د ایستلو لپاره پولیسو ته یاداشت سپارلی دی.”

ښاغلی باوری دا هم وویل چې د دې وزارت انجنېران موظف شوی چې د دېوال حریم مشخص کړی او وروسته بیا ناقانونه جوړ شوی کورونه تخریب شی.

د تاریخی ابداتو د ساتنې د قانون له مخې هر تاریخی اثر ځان ته حریم لری، دغه حریم تر هغه برېده رسېږی چې د اثر پاتې برخې پکې محسوسې وی،نو پر دې اساس د ۸ نه تر ۱۲ مترو پورې باید د هر اثر حریم وساتل شی، خو څرنګه چې لیدل کېږی اوس مهال د دېوال په ۵ مترۍ کې هم خلکو کورونه جوړ کړی دی.

د کابل زوړ دېوال ۲۶۰۰ متره اوږدوالی لری او په ځینو ځایونو کې تر دوو مترو پورې لوړوالی لری.

د دغه دېوال جوړښت په بېلابېلو دورو کې بشپړ شوی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې د کابل شاهانو په دورې کې د دې اثر جوړول د بهرنی یرغل د مخنوی لپاره پیل شوی دی.

د هغه وروسته د یفتلیانو واکمنانو یاد اثر غځول شوی دی.

په افغانستان کې د دې هېواد او نړېوالې ټولنې تر ټولو ډېرې هڅې پر دې دی چې د خلکو امنیت تامین شی.

ډېره بودیجه افغان ځواکونو ته ځاکړې شوې ده.

که څه هم تاریخی اثارو ته په کافی اندازه پام نه دی شوی، خو په وروستیو څلورو کلونو کې د بېلګې په توګه د غازی امان الله خان او د چهلستون د ماڼیو د بیاجوړونو ته په کتو ویلی شو چې د تاریخی اثارو ته پام په ډېرېدو دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید