روزنامه اصلاح

د ښځو چارو وزارت: د ۵ کلن پروګرام په عملی کېدوسره به د ښځو وضعیت ښـه شی

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایی، په انتخاباتو او د سولې لپاره د ښځو ملی اجماع کې د ښځو ۳۰ سلنه ونډه د دغه وزارت د پنځه کلن پلان برخه ده.

د ښځو چارو وزارت وایی، د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې پنځه کلنې برنامې په پلی کېدو، په بېلابېلو برخو کې د ښځو فعالیتونو تر څنګ د کلیوالو ښځو په ژوند کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د سې شنبې په ورځ د مرکزی زون په کچه د کلیوالو ښځو د پیاوړتیا په پنځم سمپوزیم کې د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې د لاسته راوړنو په اړه وویل:

د انتخاباتو په برخه کې وتوانېدو چې د ښځو ونډه ۳۰ سلنې ته ورسوو او همدا راز په ولایتونو کې د دغه وزارت ریاستونو د سولې په برخه کې د ملی اجماع په جوړولو کې هم ښه رول لاره.”

له دې وړاندې د ښځو چارو وزارت څلور نور سمپوزیمونه د هېواد په شمال، سوېل لویدیځ او ختیځ زونونو کې ترسره کړی دی.

د دغه وزارت په خبره د دغو ټولو سمپوزیمونو هدف د ښځو د ټولنیز ژوند په اړه پوهاوی دی چې په لیرې پرتو ولایتونو کې ژوند کوی او ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا پنځم او وروستۍ سمپوزیم دی چې د سې شنبې په ورځ د کابل، میدان وردګو، کاپیسا، پنجشېر، پروان او دایکنډی ولایتونو د والیانو او یو شمېر فعالو ښځو په ګډون ترسره شو.

سره له دې چې د ښځو چارو وزارت د دغو ترسره شویو سمپوزیمونو له لاسته راوړنو وایی، خو د کابل والی محمد یعقوب حیدری بیا د ټول هېواد په تېره بیا د کابل د ښځو د ژوند پر وضعیت بېل لید لوری لری.

ښاغلی حیدری په دې باور دی چې له تېرو کلونو راپه‌دېخوا د افغان ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه‌دی راغلی او ان دا چې د کابل ښځې له ګڼو محرومیتونو سره مخ دی:

“هغه اساسی کارونه چې باید شوی وای، نه‌دی شوی او زموږ هیله دا ده چې له دې وروسته دې وشی، خپله عدالت غوښتنه وکړئ، ځنیې پروژې مه منئ، ما هم چې دا یو شمېر نمایشی پروژې نه‌دی منلی له ما شکایت شوی دی، ولسمشر ته مې وویل چې دا پیسې بې ځایه ځی او سبا بیا موږ ته ویل کېږی چې تاسو ته مو میلیاردونه ډالر مرسته کړې.”

یو شمېر فعاله ښځې چې له ولایتونو دغه سمپوزیم ته راغلې وې، د ښځو په اړه ناسته او مناسبتونه نمایشی بولی او وایی چې په‌دې برخه کې کار یوازې په شعارونو نه ترسره کېږی. په میدان وردګو او دایکنډی کې د ښځو د حقونو فعالانې وحیده ښکلې او نظیفه باتوری وایی، په دغو ولایتونو کې په بېلابیلو برخو کې د محرومیتونو تر څنګ په دولتی ادارو کې هم  له ګمارنو بې برخې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید