روزنامه اصلاح

د ښـه استاد ځـانګړتیـاوې

لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو استادانو ته په ښه توګه معلوم وی، چې هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د حاصلولو په خاطر وی او بس.

زه په ډېره درناوی غواړم چې ګرانو استادانو ته ځینې ټکی په لاندې ډول وړاندې کړیم:

– استاد د خپل مسلک سره د زړه له کومی علاقه ولری او په ډېر احترام ورته قایل وی. استاد خپل مسلک یوازې د تنخواه په خاطر نه، بلکې د علاقې او خدمت په خاطر د خپل ځان د پاره انتخاب کړی.

– استاد په خپل مسلک کې ښه پوهه استعداد او لاسته راوړنی ولری، که نه، نو هغه یا باید لازمه پوهه لاسته راوړی، او یا دا سپېڅلې وظیفه پرېږی، او خپل ځان ته بله وظیفه پیدا کړی. د خپلو شاګردانو له راتلونکی ژوند سره جفاء کول ډېر غټ ظلم دی، او دغه باید د دوی په حق کې په هیڅ صورت کې ونشی.

– استاد باید ډیر مهربانه او د نرم زړه څښتن وی. شاګردان لکه خپل اولاد داسې وګڼی. کله چې یو شاګرد یوه استاد ته د کمک د پاره د هغه دفتر ته ورشی، نو استاد ته باید خپل اولادونه پدغه وخت کې ور په یاد شی، او له دغه شاګرد سره ښه په اخلاص کمک وکړیی. یو ټکی باید ښه واضح شی چه استاد باید ټنبل شاګرد ته د هغه د درس په برخه کې حقیقت ووایی، او هغه مخکې له مخکې ښه پوه کړی چه که درس ونه وای، ناکامه کیږی.

– استاد باید ډېر باناموسه او غیرتی انسان وی او هغه ته د بل چا د اولاد عزت، عفت، او حیاء د خپل اولاد له عزت، غیرت، عفت، څخه په هیڅ صورت کم ونه ګڼی او له خپل عالی مقام څخه ناوړه ګټه پورته نکړی.

– استاد ته لازمه او ضروری ده چې ډېر عادل او باانصافه وی. ټولو شاګردانو ته په یوه سترګه وګوری. شاګردانو ته د استاد بې انصاف ډېره سخته تمامیږ، او د دوی په ژوند ډېره ناوړه اغیزه کولای شی.

– استاد باید د خپل درس د پاره ښه تیاری ونیسی او د یوه منظم درسی پلان له مخې په وړاندې ولاړ شی او د مکملې تیارۍ څخه پرته ټولګی ته ولاړ نشی، او له بېځایه عذرونو څخه ډه ډه وکړی.

– استاد باید پخپله شاګردان سوال کولو ته تشویق کړی. دغه ټکی باید شاګردانو ته ښه واضح کړیل شی چه استاد هم د دوی په شان یو انسان دی، او انسان له سهوی څخه خالی نه وی. که کوم وخت استاد کوم سوال ته ځواب ورنکړای شی، ډېره مهمه نده، د هغه صحیح ځواب دی بله ورځ ورکړل شی.

– استاد باید مخکې له مخکې د خپل درس مواد ښه په غور او دقت سره وګوری، او که کومه سهوی پکې وی هغه اصلاح کړی. شاګردان په عمومی ډول سره د استاد غلطی نه خوښوی.

– استاد باید خپل نظافت په ښه توګه مراعات کړی، خپل بدن او لباس پاک او ستره وساتی.

– استاد باید د ډېرې ښې رویې او سلوک خاوند وی، او دده ښه رویه شاګردانو ته دا جرأت ور کړی چې هغوی خپل مشکلات په آرامه فضاء کې وپوښتی، او هغه حل کړی. ښه رویه ېی شاګردانو ته حیاتی ارزښت لرلای شی.

– استاد باید تندخویه نه وی، او په شینډو یی مسکا ډېره ښه مزه کوی. د شاګردانو نرم مزاجه او خوش طبیعته استاد ډېر ښه خوښیږی. او خلاصه ټنډه ډېره ښه ورسره ښکاری.

– استاد هیڅکله خپل شاګرد توهین نه کړی، په ځانګړ ډول د نورو شاګردانو په مخ کې. البته د استاد جدی نصیحتونه توهین ونه ګڼل شی.

– استاد باید د اسلامی اخلاقو یوه ښایسته نمونه وی او هغه د خپلو شاګردانو د پاره د ډیرینه مثال او نمونې په توګه وګڼل شی. شاګردان هر وخت د خپل استاد کړو وړو ته ډېر ه توجه کوی او هغه خپل سرمشق ګرځوی.

– استاد باید د شاګردانو مشکلاتو ته ښه په غور سره غوږو نیسی، په حوصلی او دقت سره یی  واوری، او د امکان په صورت کې قانونی کمک ورسره وکړی.

– استاد د خپلو شاګردانو رازونه پټ وساتی. شاګردان کله ناکله خپل شخصی او کورنی مشکلات خپل اعتمادی استاد ته وایی. استاد باید د شاګردانو د کورنی مشکلاتو او بد حالت څخه د ځان په اړه ناوړه ګټه پورته نکړی.

– استاد له خپلو شاګردانو سره د هغوی د فارغ کېدو څخه وروسته هم خپل ارتباط ساتی، او دوی ته ګټورې مشورې ورکوی. او د هغوی غوښتنو ته په مناسبت وخت ځواب ووایی:

– استاد خپل شاګردان د هغوی په خپلو نومونو یاد کړی، او شاګردان د استاد په دغه کار ډېر خوشحاله کېږی. شاګردان چې په خپل نامه یادشی، هغه داسې فکر کوی چې د استاد په نزد د خاص ارزښت او احترام وړ دی.

– استاد دی خپل د درس وخت په نورو خبرو نه تیروی، او د سلام وړاندې کولو څخه وروسته سمدلاسه خپل درس شروع کړی. ځینې استادان هره ورځ یوه اندازه وخت په شخصی تکراری کیسو تېروی.

– استاد د یو مضمون ټول درسی مواد په مکمله توګه شاګردانو ته په ښه ډول تدریس کړی. داسې ونه کړی، هغه مواد چې دده زده وی، هغه تدریس کړی، او هغه چې دده زده نه وی، صرف نظر وکړی.

– استاد د وړو امتحانو (Tests) پارچې د استاد په موجودیت کې بېرته شاګردانو ته د کتلو د پاره ورکوی، ترڅو شاګردان خپلې نمرې وګوری او خپل قناعت حاصل کړی.

– استاد خپلو شاګردانو ته هر اړخیزه او واضح نظر(Feedback) د دوی د کارونو په برخه کې په لیکلې توګه وړاندې کړی او د امکان په صورت کې هغه ملاحظات په شفاهی ډول هم ورته تشیریح کوی.

– استاد باید هره ورځ د شاګردانو حاضری واخلی، او هغو شاګردانو ته چې زیاته غیرحاضری کوی، په ښکاره توګه وویل شی، چې دغه کار د دوی په تاوان دی.

– استاد د امتحان پارچو ته په ډېر غور او دقت سره نمرې ورکړی، او هغه یو ځل بیا هم ګوری چې کومه غلطی په کې واقع شوې نه وی. ښه استاد ته د شاګردانو نمرې ډېر ارزښت لری، او د هغه په حصه کې بې غوری او بې پروایی ونه کړی.

– استاد باید د یوه مضمون د درسی موادو په باره کې په زړه پوری کتاب شاګردانو ته ور په ګوته کړی. ترڅو په زړه پورې معلومات ورڅخه تر لاسه کړی.

– استاد د درس په برخه کې هیڅ کوم شی له شاګردانو څخه پټ نکړی، او هره ګټوره موضوع چه د استاد په فکر کې راوګرځی، هغه باید سمدلاسه شاګردانو ته بیان کړی. دغه خبره باید شاګردانو ته معلومه وی، چې استاد ته کله ناکله نوی فکرونه او طریقې د درس ورکولو په وخت کې پیدا کیږی. البته دا پدې معنا نده چې استاد به د امتحان سوالونه هم شاګردانو ته ورښکاره کوی. ددې خبرې مقصد دادی چې په ځینو وختو کې چې استاد یوه موضوع په صنف کې تشریح کوی، د هغو په فکر کې یوه بله آسانه طریقه ګرځی، نو هغه باید له شاګردانو سره شریکه شی، او له دوی څخه پټه و نه ساتل شی.

– استاد باید د امتحان سوالونه له هغه درسی موادو څخه جوړ کړی چې شاګردانو ته هغه درس ورکړل شوی وی. دا به انصاف نه وی، له هغه موضوع څخه د امتحان سوالونه جوړ کړی، چې هغه بالکل په صنف کې د استا دلخوا نه و تدرس شوی.

– استاد خپلو شاګردانو ته د پخوانیو امتحانو سوالونه او حل ور کوی. دا باید واضح شی چه د پخوانیو امتحانو سوالونه د تمرین د پاره دی. شاګردان باید هغه حتمی لاسته راوړی، او وګوری چې کوم ډول سوالونه په امتحان کې راځی. البته دا ټکی باید واضح شی، چې شاګردان داسې فکر ونکړی، چې دغه د پخوانی امتحانو سوالونه به بیا په امتحان کې راځی، نه داسې نده، هرکال استادان نوی سوالونه جوړوی.

– استاد دی معیوبو شاګردانو ډېر خیال وساتی، او د هغو له خاصو ضروریاتو څخه ځان ښه خبر کړی، او هغو ته جدی پاملرنه وکړی. که کوم شاګرد د خاصو بدنی نیمګړتیاوو له کبله زیات وخت ته ضرورت لری، هغه ته باید د امتحان شعبې د امتحان څخه مخکې خبر ورکړی.

– استاد خپلو شاګردانو ته د درسی مشکلاتو د حل لازم وسایل او تخنیکونه ورښیې، چې د هغو په رڼا کې وکولای شی، خپل مشکل په خپله حل کړی.

– استاد باید بې له عذره غیرحاضری ونکړی، او خپلو درسونو ته په منظم ډول په خپل وخت کې حاضر شی. که کوم وخت ونشی کولای، چې خپل درس ته حاضر شی، نو بیا د شاګردانو ته خبر ورکړل شی.

– استاد د امکان په صورت کې له خپلی شاګردې سره د شاګردۍ په دوران کې واده ونکړی. د استاد او شاګرد مقامونه یو له بل څخه توپیر لری. که فرضاً دغسې واقع شی، نو بیا به استاد ته ډېره ګرانه وی چې عدالت د شاګردانو په منځ کې پلی کړی.

– ښه استاد هغه دی کله چی د خپلو شاګردانو سره مخامخ شی ټول د خوشحالۍ احساس وکړی، او خپله لاره او کوڅه د خپل استاد د لیدلو په وخت کې بدله نکړی.

– هرکله چd دده نوم په یوه ځای کې یاد شی، شاګردان ښه پرې ووایی، د هغه شاګردان د هغه د پاره د زړه له کومی دعا او د هغه د نېکو کارونو یادآوری وکړی.

په پای کې د یوه شاګرد په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او خپلو استادانو ته د زړه له کومی د هغوی د بریالیتوب او مغفرت دعاکوم.

عبدالله وردک

ممکن است شما دوست داشته باشید