روزنامه اصلاح

د ښاری پراختیا عالی شورا غونډې د لغمان د سرخکانو ملی پارک جوړولو طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ د ښاری پراختیا عالی شورا غونډې د سرخکانو د ملی پارک د جوړولو پر طرحې، د هرات ښار د ماستر پلان پر نهایی مسودې او د زرغونو صنایعو صنعتی پارک د جوړولو پر طرحې بحث او خبرې وکړې.

دجمهوررییس دویاند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ؛ په دې غونډه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی د سرخکانو ملی پارک د جوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه زیاته کړه، دا پارک د کابل-ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو د سیمې اړوند په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږی.

د مهترلام ښاروال د دې پارک جوړول د سیمې د خلکو د اقتصادی ودې، د پانګونې د جلبولو او دکاردرامنځته کولو لپاره باارزښته وباله اووې ویل، د دې پارک د لومړنیو زېربنا پر جوړولو په تخمینی ډول له ۱۷۰ میلیونو افغانیو زیات لګښت راځی.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته دغه طرحه تصویب او د هېواد جمهوررئیس د مهترلام ښاروال او مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د سرخکانو ملی پارک د جوړولو په خاطر دې د بودجې د تامین لپاره پایلې ته ورسېږی.

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یو تن مسوول جاوید رحمان رحمانی، د هرات ښار د ماستر پلان نهایی مسوده غونډې ته وړاندې کړه. هغه زیاته کړه یاده طرحه د پایدارې پراختیا د لیدلوری، سالم ښاری انکشاف، د ښاری خدمتونو د سطحې د لوړولو، د ښار او کلیو ترمنځ د اړیکو د ایجاد او کرنیزو او ځنګلی سیمو د ساتنې پر بنسټ جوړه شوی ده.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د هرات ښار د ماستر پلان طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه.

جمهوررئیس غنی د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مسوولینو له هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه، ماستر پلان باید واضح تعریف ولری او د همدې تعریف پر بنسټ ماستر پلانونه جوړ شی، هغه څه چې د هرات ښار لپاره جوړ شوې تر ډېره له ځمکې څخه د استفادې لیدلوری ته ورته دی.

د هېواد جمهوررئیس وویل، هرات د اقتصادی او ځانګړی لرغونی او تاریخی اهمیت څخه برخمن دی او د دې ولایت تاریخی هویت باید وساتل شی. هغه زیاته کړه، په ښارونو کې زون بندی یو بنیادی امر دی او د ښاروالیو د نوی قانون له مخې دا زون بندی واضح شوې ده چې دا کار په ښارونو کې د پانګونې د تعینولو لامل ګرځی.

په پای کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت یو تن مسوول عبدالاحد ملکیار د زرغونو صنایعو د صعنتی پارک طرحه په مفصل ډول غونډې ته وړاندې کړه. هغه زیاته کړه، یاد پارک د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې پیروزی ښارګوټی ته نږدې په ۱۹۵۶ جریبه ځمکه کې په پام کې نیول شوی او تر اوسه د دې پارک په درې فازونو کې د فابریکو خاوندانو ته ۴۵۰ نمرې وېشل شوی دی.

غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته د یادې طرحې په اړه تصمیم ونېوه چې د ځمکې د لېږد، مدیریت، پانګونې د څرنګوالی او د دې پارک د برېښنا د اړتیاو په برخو کې دې لازیات وضاحت وشی.

جمهوررئیس غنی لارښوونه وکړه، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار تر نظر لاندې دې د مالیې، عدلیې، صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو او د چارو ادارې عمومی ریاست، د افغانستان برېښنا شرکت ریاست او د جمهوری ریاست ستر سلاکار کریم امین په ګډون یو کاری ګروپ ایجاد شی، تر څو د یاد پارک ټول بُعدونه او تخنیکی مسایل وارزوی او د تصویب لپاره یې کابینې ته وړاندې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید