روزنامه اصلاح

د ژوندانه چاپیریال ساتنې د پروګرامونو په تطبیق ټینګار وشو

د هوا د ککړتیا د مخنیوی د عالی کمیسیون په غونډه کې چې د عامې روغتیا په وزارت کې جوړه شوه، د هوا د ککړتیا د کمښت او مخنیوی د پروګرامونو د تطبیق په باب خبرې اترې وشوې.

  د باختر آژانس دخبریال دخبرله مخېپه دې غونډه کې چې د یوشمېر وزارتونو د معینانو په ګډون جوړه شوه، په دولتی اداروکې د فاضلاب د غیر متمرکز چڼځایونو د سیستم د جوړولو د حالت او پرمختګ، د بنسټیزو پروژو د تطبیق، د ښار د واټونو د جوړولو او د هوا د ککړتیا د ذراتو د کمښت او په ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو کې دمرکز ګرمیو د سوند سیستم د بدلون یا دمدیریت د تدبیرونوپه باب خبرې اترې وشوې.

  په دې غونډه کې د ژوندانه د چاپیریال ساتنې د ملی ادارې لوى رییس شاه زمان میوندی وویل چې په کابل ښارکې د نفوذو زیاتوالى او د غیر معیاری موټرونو تګ راتګ د هرې ورځې په تیریدو سره د هوا ککړتیا زیاتوی چې باید ورته پاملرنه وشی او د هوا د ککړتیا د مخنیوی په خاطر اغیزمن کارونه د ټولو دولتی ادارو په همکارۍ ترسره شی .

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالی، اداری او د ګرځندوی معینې  پوهنیارې سیدې مژګان مصطفوی په خپلو خبروکې د هوا د ککړتیا د مخنیوی د پروګرامونو تطبیق یو ضروری کار وباله او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې باید ټول وزارتونه او خلک همکاری وکړی .

   دې یو مورد چې د هوا د کګړتیا سبب کیږی، په ترانسپورتی وسایطوکې د سوند د غیر معیاری توکو استفاده وبلله او څرګنده کړه چې باید په دې باب هم جدی پاملرنه وشی .

  په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوی طب رییس ډاکتر محب الله ځیر د هوا د ککړتیا د زیانونو په باب خبرې وکړې او ویې ویل چې د هوا ککړتیا په تېره بیا د ترانسپورتی وسایطو د سوند توکو لوګی، د مضرو ناروغیو او آن د سرطان سبب کیږی .

  ده د هوا د ککړتیا پرخلاف مبارزه کې د دولتی ادارو ترڅنګ د هېواد د ټولو خلکو رول ارزښتناک وباله .

ممکن است شما دوست داشته باشید