روزنامه اصلاح

د ژوندانه د چاپیریال ساتنې اداره: په کابل ښارکې لوګی تولیدونکی منابع تړل کیږی

د ژوندانه دچاپیریال ساتنې اداره دهوا د ککړتیا دمخنیوی په مقصد په کابل ښارکې لوګی تولیدونکی منابع له پېژندلو وروسته د هغو په تړلو پیل کړى دى.

دباختر اژانس دخبرله مخې؛ د ژوندانه دچاپیریال ساتنې د ادارې یوتن مسوول اقبال همدرد وویل: ددغې ادارې هیئت دهوا دککړتیا دکمښت په مقصد په کابل ښارکې  د دکانونو، رستورانتونو او حمامونو دسون توکو دستګاوې وڅیړلې او لوګی تولیدونکی منابع یې وتړلې  .

همدرد وویل چې تر اوسه پورې له لومړۍ ناحیې څخه تر پنځمې ناحیې پورې څارنه  کړې ده، اتلس حمامونه، یو رستورانت او نهه سقاوې یې تړلې دی او ترهغه وخته پورې چې د سون سیستم بدل نه کړی، دوى ته  دفعالیت اجازه نه ورکول کیږی.

ده زیاته کړه چې دغه پروګرام دکابل ښار په ټولو ناحیوکې تطبیقیږی په لومړی ګام کې دکانونه، حمامونه او سقاوې شاملې دی او په وروستی ګام کې د استوګنو له ښارګوټوڅخه هم څارنه کیږی .دغه پروګرام دښاروالۍ دمارکیټونو دتنظیم د ریاست او د کابل پولیسو په همکارۍ اجرا کیږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید