روزنامه اصلاح

د چهلستون تاریخی بڼ او مانۍ بیا رغول شوی

کابل کې د چهلستون تاریخی بڼ بیا رغول شوی دی. دغه بڼ چې دوه میاشتې مخکې د سیلانیانو پرمخ پرانیستل شوی په یادې مودې کې له ۷۵ زرو ډېرو سیلانیانو ترې لیدنه کړې.

بڼ په معیاری ډول رغول شوی او د تفریح لپاره پکې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوی دی. دغه بڼ اوس مهال د کابل ښار یو له غوره تفریح ځایونو بلل کیږی چې ګڼې کورنۍ یې لیدو ته ورځی.

د کابل د تاریخی بڼونو د موسسې مشر وایی له هغه وروسته چې دغه بڼ ګټه اخسیتنې ته سپارل شوی هره ورځ د کورنیو په شمول شااوخوا ۱۵۰۰ سیلانیان د بڼ لیدو ته راځی.

امان الله صاحب زاده امریکا غږ ته وویل: “په تېرو دوو میاشتو کې چې دغه بڼ ګته اخیستو ته سپارل شوی له ۷۵ زرو نه ډېرو سیلانیانو ترې لیدنه کړې ده. دغه شمېر له دې هم ډېر دی ځکه یاد کسان یوازې د ټکټ اخیستونکو (له ماشومانو پرته) شمېر دی. په بڼ کې اسانتیاوې شته او د کورنیو او سیلانیانو د تفریح لپاره یو مناسب ځای دی.”

په بڼ کې چایخونې، کانیتنونه، ورزشی کلپونه او د ناستې لپاره پکې ښه امکانات برابر شوی دی.

یاد بڼ ته راغلی یو شمېر سیلانیان وایی کابل ښار کې د دغه شان ځایونو جوړېدل یوه ښه پانګونه ده.

احمد رشاد انوری چې لومړی ځل لپاره د دغه بڼ لیدو ته راغلی وویل: “د تفریح لپاره دا بڼ یومناسب ځای دی.”

هغه چې خپلې کوژدنې سره د دغه باغ په انګړ کې ګرځېده دا یې هم وویل چې د کورنیو لپاره باید مناسب تفریح ځایونه برابر شی.

د چهلستون په ۶۰ جریبه بڼ کې یوه ماڼۍ هم دنګه ولاړه ده چې د چهلستون ماڼۍ په نامه یادیږی.

ددغې ماڼۍ بنسټ شااوخوا دوه سوه کاله مخکې یعنې د اتلسمې زېږدیزې پیړۍ په ورستیو کلونو کې د شاه زمان په حکومت کې اېښودل شوی دی.

ماڼۍ په یو لوړ ځای کې جوړه شوې چې د کابل ښار لویه برخه ترې ښکاری او دغې ځانګړنې یادې ماڼۍ ته ځانګړې ښکلا وربښلې ده.

پخوانیو حکومتونو کې به دغه بڼ او ماڼۍ د لوړپوړو چارواکو او میلمنو کوربه ول خو د نوییمې لسیزې کورنیو جګړو کې د دغې ماڼۍ ۸۰ سلنه برخې ویجاړې شوې.

درې نیم کاله مخکې یې د بیا جوړونې چارې د جرمنی هېواد په مالی ملاتړ په معیاری ډول او تاریخی معلوماتو ته په کتو پیل شوې او تر دې چې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۵مه ګټه اخیستلو ته وسپارل شو.

د بیا جوړونې په چارو یې ۱۴ میلیونه ډالر لږښت راغلی او د جوړولو چارې یې یواځې افغان انجینرانو او کاریګرو پر مخ بیولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید