روزنامه اصلاح

د چاپیریال له ککړتیا څخه مخنیوی دبشری حقوقو تر ټولو لوړ رعایت دی

د چاپیریال ککړتیا د هوا ٬ اوبو او خاورې په کمیاوی فزیکی اوبیولوژیکی خواصوکې نا مطلوب او ضرر رسوونکی بدلون ته ویل کیږی چې له امله یې د انسانانو اوحیواناتو روغتیا ته کلک ضرررسوی ٬ نو لازمه ده چې د چاپیریال له ککړتیا څخه وخت په وخت په وقایوی ډول هم مخنیوی وشی اود چارو مسؤلینو ته لازمه ده چې د تبلیغاتو اوعامه پوهاوی له لارې دخلکو پام دغه ضررونو ته ورواړوی تر څو په دې توګه د کابل ښاریانو له روغتیا سره وقایوی مرسته وشی .

 د روان کال د قوس د میاشتې په دیرشم ماښام د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب محمد اشرف غنی د هوا د ککړتیا د مخنیوی عملی پلان وارزاوه او په دې غونډه کې چې د چار چنار په ماڼۍ کې جوړه شوی وه وویل : « د هوا ککړتیا ورته د منلو او ذغم وړ نه ده ٬ عملی اقدام دې وشی٬  زه شخصا د ولسمشر په توګه له هغو کسانو سره چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوی٬ قاطع مخالف یم او د هغو کسانو په وړاندې به قانونی اقدام وشی چې د ټولنې پر وړاندې خپل مسؤلیتونه ٬ نه منی ښاغلی ولسمشر زیاته کړه چې د کابل د هوا د ککړتیا د مخنیوی موضوع زموږ په لومړیتوبونو کې شامله ده او موږ د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره پنځه کلان پلان جوړکړی ٬ خو اوس د اوږدمهاله برنامو ترڅنګ بیړنیو اقداماتو ته ځکه اړتیا ده چې د کابل هوا ډیره خطرناکه ککړه شوې ده چې عاجله مخه یې باید ونیول شی .

جلالتمآب محمد اشرف غنی اړوند مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د هوا لومړی درجه عاملین مکلف کړی چې دسون د هغه توکو په ځای چې هوا ډیره ککړوی د سون لپاره هغه توکی استعمال کړی چې په لوړه کچه د هوا د ککړتیا سبب نه کیږی ».

هغه چاپیریال چې موږ پکې ژوند کوو پاک ساتنه یې هم په موږ پورې اړه لری او هروګړی په دې مکلف دی چې له خپل کور رانیولې بیا د ژوند ترچاپیریال پورې ضرر رسوونکی توکی تشخیص اود خپل ځان او نورو لپاره یې ضرر رفع او دفع کړی. اوس چې د ژمی مهال دی هوا د یخنۍ له امله ډیره سړه او شخه شوې ده  اومضر ګازات لکه کاربن دای اکساید له ځان سره یوځای کوی چې د تنفس له لارې بدن ته داخلیږی .

دژمی په مهال د هوا ککړتیا زیاتره د بې کیفیته تیلو د واردولو له امله ده چې اوس په دې برخه کې اړونده مسؤلین تر یوه بریده بریالی شوی او د بې کیفیته تیلو مخنیوی یې کړی دغه تیل نه یوازې چاپیریال ککړوی او د وژونکو ناروغیو سبب کیږی بلکې د وسایطو د ماشینونو د عمر د کموالی سبب هم کیږی د چاپیریال ساتنې او په تیره بیا د ککړې هوا د اضرارو په اړه نه یوازې عامه پوهاوی بلکې بده به نه وی که د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د یوه درسی مضمون په توګه هم تدریس شی ٬ هوا نه یوازې په ژمی کې مضر ګازات ککړوی بلکې د چاپیریال د ککړتیا عوامل نورهم شته چې نه یوازې د ژمی په مهال بلکې لمریزه ککړتیا هم شته که چیرې له مصنوعی نور سره سم او ستندرد چلند ونشی نو نوری ککړتیا را منځ ته کیږی چې دا ککړتیا د لومړی ځل لپاره له نن څخه څه کم څلویښت کاله د مخه دشپې لخوا د آسمان د رڼایی د ډیروالی په ترڅ کې چې د ستوری پیژندونکو په واسطه ترسره شوه د ایتالیا ختیځې اروپا یو شمیر هېوادونه ٬ آمریکا او استرلیا ددې ککړتیا د کنترول مخکښان وپیژندل شول کله چې په دې اړه په ۱۹۹۵ کال په ایتالیا کې د نوری ککړتیا د مخنیوی په اړه غونډه جوړه شوه نو دا موضوع پکې تصویب شوه چې موږ د بریښنا د ګروپونو رڼا ته دومره اړتیا لرو چې د مناسب ځلېدو په زاویه  زموږ دناستی چاپیریال روښانه کړی ٬ نه زموږ پرسر ولاړ آسمان ٬ چې ددې مصنوعی نور بد اثرات د ماورای بنفش له اشعې تیریږی اوتیزنوریې زموږ سترګوته لوړزیان رسوۍ همدارنګه له اړتیا ډیرنورد سترګو د ځلېدو او خسته کېدوسبب هم کیږی .

غږیږ چاپیریال بله ستونزه ده چې څوک ورته پاملرنه نه کوی ځکه یو شمیر چلوونکی پرته له دې چې ټولنیز نزاکت په پام کې ولری بې اړتیا اوبې وخته داسې هارنګونه  کوی چې غوږونه کڼوی او یا هم کله ناکله د ښار په سړکونو دومره ترافیکی اذدهام جوړشی چې له خلکو لاره ورکه کړی او یو دبل غږ سم نه اوری لکه اوس چې د کابل ښار په مرکزی برخه پل باغ عمومی ٬ منډوی او شادو شمشیره کې په سړکونو دخلکو له لاسه  دومره ګڼه ګوڼه جوړه شوی چې یو د بل غږ نه اوریدل کیږی دا د غږیږ چاپیریال ککړول دی او ددې مخنیوی د بیځایه ګڼې ګوڼې په کمولو سره هم لازم او ضروری دی . د انسان بدن ته دسترګو ٬ غوږونو٬  پزې ٬ لمس او لنده داچې د ټولو حواسو څخه ضرررسیږی او آسیب پذیرکیږی انسان هغه مخلوق دی چې پاک او سمسورځای ٬ له شور زوږ څخه خالی چاپیریال ته اړتیا لری او همدارنګه سترګې هم د یوه ناوړه شی په لیدو سره ذهن او مغز اغیزمن کولای شی او پزه د یوه نامطلوب بوی له امله دماغ تر منفی اغیز لاندې را وستی شی چې دا ټول د چاپیریال په ککړتیا کې شامل عناصر دی او هرسړی یې باید خیال وساتی . 

حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید