روزنامه اصلاح

د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ: د دوحې مذاکراتو خبری پوښښ لپاره دې ښځینه خبریالانو ته د ګډون حق ورکړل شی

د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ پر حکومت ټینګار کوی چې، له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د بیان آزادی د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیسی.
د دغه بنسټ غړیو د یکشنبې په ورځ کابل په یوې خبری ناسته کې وویل، حکومت باید ښځینه خبریالانو ته د خبرونو او راپورونو د جوړولو په هدف د دوحې په روانو مذاکراتو کې د ګډون حق ورکړی.
د افغانستان “د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ” چې ټولې فعالانې یې ښځې او نجونې دی وایی حکومت او طلبان باید په روانو مذاکراتو کې ښځینه خبریالانو ته حق ورکړی چې دغه بهیر له نږدې وڅاری او په اړه یې خبرونه او راپورونه خپاره کړی.
د یاد بنسټ غړیو وویل، د دوحې په مذاکراتو کې د ښځینه خبریالانو نه شتون په دې اندېښمنې کړی، چې هسې نه دوی پر حقونو معامله وشی.
د ځوان ژورنالیست مشرانو بنسټ یو پرېکړه لیک هم ترتیب کړی چې د یاد بنسټ غړې رنګینې ولوست.
د پرېکړه لیک یوه برخه داسې وه: “بنسټ له افغان حکومته غواړی چې په بین الافغانی خبروکې د رسنیواو بیان خپلواکی، په ځانګړی توګه د ښځینه خبریالانو حقونه د سرې کرښې په څیر په پام کې ونیسی او په دې اړه خلکو او رسنیو ته معلومات ورکړی.”
هغوی وویل، د طالبانو په واکمنۍ کې یې پررسنیزو فعالیتونو سربېره پر زده کړو او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګېدلی و، خو د دوی په خبره اوس افغان نجونې او ښځی په رسنیزو، سیاسی، فرهنګی، اقتصادی او نورو پرمختیایی چارو کې د لوړوظرفیتونوخاوندانې دی او دغه لاسته راوړنې باید د سولې په روان بهیر کې قربانی نه شی.
دوی پرطالبانو هم غږ وکړ چې د افغانستان د ښځواو په تېره د ښځینه خبریالانو حقونو ته درناوی وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید