روزنامه اصلاح

د ځوانانو چارو معین د ملګرو ملتو سازمان  د غړو هېوادونو د ځوانانو د  ټولنې په غونډه کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات دملګرو ملتو سازمان د غړو هېوادونو دځوانانو دټولنې په غونډه کې ګډون وکړ او دهېواد د ځوانانو  دحالت په باب یې خبرې وکړې.

د باختر آژانس دخبرله مخې: دغه نړیواله غونډه دامریکا دمتحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د ملګروملتو سازمان په مرکزی دفتر کې جوړه شوې ده .

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ډاکتر کمال سادات دافغانستان دځوانانو په استازیتوب خبرې وکړې او د ځوانانو د پنځه کلنې ستراتیژۍ او د ځوانانو د پالیسۍ په باب د غونډې ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

دغه راز ډاکتر سادات په افغانستان کې دځوانانو حالت ته اشاره وکړه او دهېواد دځوانانو پیغام نړیوالو ته وړاندې کړ .

په دې غوڼده کې د ګډون کوونکو هېوادونو د ځوانانو مسوولینو، د افغانستان له دولت او د افغانستان د اسلامی جمهوریت له جمهور رییس محمد اشرف غنی څخه  چې د بېلابېلو  برخو په تېره بیا د ځوانانو د سیاسی مشارکت ملاتړ کوی؛ هرکلی وکړ.

دغه راز د ځوانانو چارو معین دګډون کوونکو هېوادونو مسوولینو ته بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې  افغانستان ته سفر وکړی او په هېواد  کې د بېلابېلو بنسټونو له ځوانانو سره غونډې ولری.

په دې غونډه کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ځوانانو استازی ډاکتر هېواد همت، د افغانستان د رضاکارو ځوانانو استازی اجمل ځواک او د هېواد د شمال زون د ځوانانو استازی حمید جمال هم ګډون کړی و .

ممکن است شما دوست داشته باشید