روزنامه اصلاح

د ځمکې د ګرمیدو ستونزې د حل لپاره نوې لار

د انګلیستان د کمبریج پوهنتون پوهان او څېړونکی غواړی چې د ځمکې د هوا او اوبو د ترمیم په اړه یو څېړنیز مرکز را منځ ته کړی.

ټاکل شوې دغه مرکز د ځمکې د ګرمیدو سره د مبارزې لپاره نادودو یا غیر معمولی لارې چارې تعقیب کړی.

د دې ډلې یوه مهمه مفکوره دا ده چې د قطر پر سر د ورېځو راوستلو یا روښانولو سره قطب بیا کنګل یا یخ کړی.

د ورېځو روښانول د لمر رڼا د انعکاس کچې د وړتیا زیاتولو په مانا دی.

او بله یوه یې هم دا چې د منو اکسایډ کاربن ټولول او زېرمه کول دی.

د دې مرکز نور پروګرامونه او مفکورې دا دې چې د سمندرونه شنه کولو سره CO2تر ډېره د اوبو له سطحې جذب شی.

دوی همدا راز په خپلو طرحو کې غواړی چې CO2 په سونګ(سونتوکی) بدل کړی او د تیلو او ډیزلو په ډول یې وکاروی.

د دې څېړونکو په خبره، د مرکز د جوړیدو دلیل دا دی، دا مهال چې په دې برخه کې کومې لارې کارول کېږی پایله نه لری او ځمکه ورځ تر بلې زیانمنه شوې ده

تمه ده دغه نوښت د لومړی ځل لپاره په نړۍ کې پیل د کاربن مونو اکسایډ کې د پام وړ کمیدو لامل شی.

په علمی برخه کې د دولت د پخوانی لوی سلاکار پوهاند یا پروفیسور ډیویډ کینګ په همغږۍ دغه ډله د پیل شوې ده.

ښاغلی کینګ بی بی سی ته وویل، هغه څه چې مونږ یې په راتلونکو لسو کلونو کې کوو، د بشریت برخلیک به تر لسو زرو کلونو پورې وټاکی.

د هغه په وینا تر اوسه په نړۍ کې کوم لوی مرکز په ځانګړی ډول پر دې موضوع تمرکز نه دی کړی.

د سردیوید کینګ په وینا د دې ډلې یو شمېر حل لارې به د جیومېټیک انجینری (د ځمکې او ژواک چاپېریال انجینری کولو) په برخه کې وی.

د ګمبریج پوهنتون څیړونکې ډاکټره امیلی شاکبرګ وایی زمونږ ماموریت به دا وی چې د ځمکې د ګرمیدو ستونزه حل کړو او باید په دې برخه کې له ماتې سره مخ نه شو.

ټاکلې څیړنکی، ساینس پوهان او په بیلا بیلو برخو کې انجینیران په دې پروګرام کې ګډ کار سره وکړی.

مېرمن شاکبرګ بی بی سی ته وویل، “دا به زمونږ په وخت کې یوه ډېره مهمه ننګونه وی خو مونږ پوهیږو چې د حل لپاره یې باید مونږ ټول توان په کار واچوو”.

ممکن است شما دوست داشته باشید