روزنامه اصلاح

د پکتیکا په برمل کـی دوه ماشومان په پولیو اخته شوی 

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پولیو وروستیو دوو مثبتو پېښو ددې ولایت خلک اندیښمن کړی دی. دوی پدې هکله له دولت څخه د جدی پاملرنې غوښتنه کوی.

د برمل په ولسوالۍ کې د پولیو دغه دوه تازه پیښې د یو درې کلن ځنډ وروسته رامنځ ته کیږی. په ۲۰۱۶ مېلادی کال کې په دې ولسوالۍ کې د پولیو ۷ مثبت پېښې رامنځته شوې وې چې ډېرې پیښې یې د وزیرستانی کډوالو په ماشومانو کې وې.

برمل د پکتیکا یوه له سرحدی ولسوالیو څخه ده چې د پاکستان له جنوبی او شمالی وزیرستان سیمو سره شاوخوا ۳۶۵ کیلو متره ګډه پوله لری.

د پکتیکا خلک د افغان حکومت او مسوولو بنسټونو نه غواړی چې برمل او ددې ولایت نورو ولسوالیو ته لازمه پاملرنه وکړی.

د پکتیکا اوسیدونکی حضرت شاه نورزاد وایی “دا د خواښینۍ وړ خبره ده چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې دوه ماشومان په یوه اوونۍ کې په فلج اخته کېږی، له دولت څخه مو هیله ده چې ددې ناروغۍ مخه ونیسی“.

ددې ولسوالۍ بل اوسیدونکی کلیم خان امریکا غږ ته وویل: “مونږ د نن څخه وروسته هر شی ته ژمن یو چې مونږ ته باید واکسین راورسیږی، دلته ډیر مشکلات دی، ډیری ناروغۍ دی له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې که همکاری راسره وکړی ډېر به خوشحاله شو.”

بلخوا د پکتیکا روغتیایی مسوولین وایی هڅه کوی ددې ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړی خو په یاده ولسوالۍ کې د امنیت نه شتون دوی تر ټولو لویه ننګوونه یادوی.

محمدنور چې د عامې روغتیا ریاست کې د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر دی وایی، د برمل ولسوالۍ ترڅنګ د پکتیکا ډیری نورې ولسوالۍ هم د پولیو ویروس له جدی خطر سره مخ دی. هغه وایی “نه یوازی په برمل کې بلکې نورو ولسوالیو کې هم ددې امکان شته چې د پولیو پېښې رامنځته شی، ځکه د بعضی ملحوظاتو له امله اته میاشتې د پولیو واکسین نه دی تطبیق شوی او هم هغه موسسات چې صحی خدمات وړاندې کوی فعالیتونه یې ضعیف دی“.

د واکسین په اړه ناسم پوهاوی او په خلکو کې د سواد د کچې ټیټوالی ترڅنګ په هېواد کې روانې جنګ جګړې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر وړاندې تر ټولو غټ خنډونه بلل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید