روزنامه اصلاح

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالان نیول شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلې مرکزی کمېتې د پخوانی غړی ابراهیم ارمان لوڼی د وژنې پر ضد د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجی غونډې پیل کړې دی.

په پېښور او کوټه کې د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان احتجاج ته راوتلی دی.

ابراهیم ارمان لوڼی د تېرې شنبې پر ورځ په لورلایی سیمه کې له پاکستانی پولیسو سره د اخ و ډب پر وخت ووژل شو.

د غورځنګ مشران تور لګوی چې نوموړی د پولیسو د تشدد له کبله وژل شوی دی.

پلازمېنه اسلام اباد کې د بی بی سی خبریال نیر عباس وایی، د پلازمېنې پریس کلب مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پی ټی ایم یو شمېر فعالان پولیسو نیولی دی.

ځینې رپوټونو کې ویل شوی، نیول شویو کسانو کې د پی ټی ایم مشر منظور پښتین یو شمېر نژدې ملګری هم نیول شوی، چې عبدالله ننګیال، ادریس مسید او ګلالۍ اسماعیل هم پکې شامل دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران علی وزیر او محسن دوړ چې د پاکستان قومی اسمبلۍ یا پارلمان غړی دی، هم شمالی وزیرستان او بنو سیمو کې دې مظاهرو کې شامل دی.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ارمان لوڼی د وژنې پر ضد احتجاج وکړی.

نوموړی پر خواله رسنیو لږ تر لږه د ۳۲ ښارونو یو لېست خپور کړی چې پکې اجتجاج کېږی.

په دې لېست کې د پاکستان پر ټولو لویو ښارونو سربېره د افغانستان په خوست، ګردېز، مزار شریف، کابل ښرنه او نور ښارونه هم یاد شوی دی.

د پېښور په شعبه بازار او نورو ښارونو کې وار د مخه دا احتجاجی غونډې پیل شوې دی.

په کوټه کې هم د غورځنګ ګڼ شمېر پلویان راټول شوی، او د ارمان لوڼی خور او د غورځنګ فعاله وړانګه لوڼۍ ورته وینا کوی.

همدا راز د امریکا، اروپا او جاپان په ځینو ښارونو کې به هم د غورځنګ پلویان نن احتجاج کوی.

ویل کېږی چې د غورځنګ مشران هر یو منظور پښتین، علی وزیر او محسن دوړ هم په بېلابېلو احتجاجی غونډو کې ګډون کوی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید