روزنامه اصلاح

د پوهنې وزارت: نا امنی په فراه کې د ۴۱۱ تعلیمی مرکزونو د تړل کېدو لامل شوې

د افغانستان د پوهنې وزارت وایی، په فراه کې د وروستۍ جګړې له امله سلګونه تعلیمی موسسې او ښوونځی تړل شوی او یولک او ۴۰ زره زده کوونکی او د عالی تحصیلاتو د موسسو محصلین له زده کړو بې برخې شوی دی.

دغه وزارت وایی، په فراه کې د ښوونځیو د تړلو پرېکړه د ښوونکو او زده کوونکو د امنیت لپاره شوې ده.

وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په سهار د فراه پر مرکز او شااوخوا سیمو پراخه حمله پېل کړه او د راپورونو په حواله، د لنډ وخت لپاره یې د ښار مرکزی چوک او یوشمېر دولتی ودانۍ هم نیولې وې،خو د افغان امنیتی ځواکونو د عملیاتو تر پېل وروسته چې ناټو ځواکونو یې هوایی ملاتړ کاوه، له ښاره وتښتېدل.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس او ویاند کبیر حقمل ازادی راډیو ته ویلی چې په راتلونکو څو ورځو کې ښایی یو شمېر ښوونځی بېرته پرانیستل شی، خو د لوړو زده کړو د یو شمېر موسسو په ګډون، د زیاتو ښوونځیو چې ودانۍ یې تخریب شوی او په هغو سیمو کې دی چې خلک یې د جګړې له امله تښتېدلی، د تعلیمی بهیر بیا پېل ښایی وخت ونیسی.

کبیر حقمل وویلد فراه د مرکز شااوخوا سل ښوونځی داسې دی چې ستونزې به یې ډېرې وی، ځکه کورنۍ تښتېدلی، یوشمېر ښوونځی ډېر خراب شوی او خلک لا هم وېرېدلی، متاسفانه، موږ د یوه نظام او د یوه سیسټم په توګه په داسې حالت کې یوو چې موږ ته مهمه ده چې د خلکو ژوند تامین کړو او په هغو سیمو کې چې د خلکو ژوند ته ضرر رسېږی، خلکو ته د دې امکانات برابر کړو چې ډېر متاثر نه شی.”

د کبیر حقمل په وینا، په فراه کې د معارف مامورین وړمه شنبه بېرته خپلو دفترونو ته تللی وو او په هغه ولایت کې د معارف وزارت ته د رسېدلی مالی تاوان د جاج اخیستلو کار پېل شوی دی.

په فراه کې ټول ۴۱۱ تعلیمی مرکزونه چې ۳۹۷ ابتدائیه ښوونځی او د لوړو زده کړو ۳۲ موسسې، تعلیمی انستېتونه او د ښوونکو د روزنې ادارې په کې دی، تړل شوی دی.

په فراه کې د چارواکو په وینا، ۱۴۰ زره زده کوونکی او محصلین له تعلیمه پاتې شوی دی.

د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس، کبیر حقمل وویل چې وسله والو طالبانو د جګړې پرمهال، په ښوونځیو او د تعلیمی موسسو په ودانیو کې سنګرونه جوړ کړی وو چې له امله یې، په فراه کې معارف ته زیات مالی تاوان رسېدلی دی.

کبیرحقمل زیاتوید دولت وسله والو مخالفینو په دې کې سنګرونه نیولی او بیا له دې لورې بریدونه شوی، زموږ عالی دارالمعلمین ډېر زیات متضرر شوی، یوه لېسه ډېره خرابه شوې او یو زراعتی انستېتیوت په بشپړ ډول له منځه تللی، دلته متاسفانه هم زموږ ودانۍ زیاتې تخریب شوې او هم نور تدریسی توکی له منځه تللی دی.”

کبیر حقمل وویل چې په ټول افغانستان کې د جګړې له امله ۱۱۰۰ ښوونځی تړلی دی.

د هغه په وینا، د جګړې له امله د درې او درې نیم میلیونو تر منځ ماشومان له زده کړې محروم دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید