روزنامه اصلاح

د پوهنې وزارت د دندو او جوړښتونو پر بیا کتنې بحث وشو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ د پوهنې وزارت پر دندو او جوړښتونو د بیا کتنې په موخه غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې د پوهنې وضعیت د ارزونې او په دغه بنسټ کې د اصلاحاتو راوستو په موخه د مخکېنیو غونډو په دوام په ارګ کې جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت پر سرپرست ډاکټر میرویس بلخی او د دغه وزارت معینانو سربېره د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادری او یو شمېر نورو حکومتی مسوولینو حضور درلود په پیل کې د پوهنې وزارت مسوولینو د دغه وزارت د جوړښتونو او دندو د بیاکتنې طرحه له جمهوررئیس سره شریکه کړه.

د دندو او جوړښت او پوهنې وزارت د اوسنی قانون بیاکتنه او تعدیل، د باکیفیته ښوونې او روزنې د میتودونو او اساسی عناصرو، فارغانو ته د شغلی مسیر انتخاب، ددغه وزارت تخصصی او ملاتړی وظایف، د مدیرتی او تخصصی کادرونو د ظرفیت لوړولو او پر مکتب محورۍ تمرکز د دغې طرحې عمده برخې دی.

جمهوررئیس غنی له یادې طرحې د مننې پر مهال وویل، پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو عملی کولو لپاره مناسب لوری ټاکل شوی او اړتیا ده چې په دقت سره مخته ولاړ شو.

هغه د خالیګاو پر مشخص کېدو په ټینګار وویل، نورې ادارې لکه اترا، کلیوپراختیا او عامې روغتیا وزارتونه او د ولسی تړون شوراګانې باید د پوهنې سیستم پر پیاوړتیا کې ممد واقع شی.

جمهوررئیس وویل، د اسلامی تعلیماتو په اړه دې پر مشخص پلان د علماو سرتاسری شورا سره په مشوره اساسی کار وشی.

جمهوررئیس غنی ټینګار وکړ په ولسوالیو کې دې پر ښوونیزو بنسټونو تمرکز وشی او په دې برخه کې دې ولسوالان خپل کلیدی رول ولوبوی.

جمهوررئیس غنی د دې پر بیانولو چې د پوهنې د اصلاحاتو موضوع دوامداره بحث دی وویل، پوهنه باید غیر سیاسی او مسلکی شی، ځکه په پوهنه کې اصلاحات او مسلکی کېدل تل د خلکو غوښتنه ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، پر تعلیمی نصاب دې زیات کار وشی، په ښوونځیو کې دې مقایسوی سیستم ایجاد شی،همداراز دې غوره ښوونځی او مدیران تشخیص شی.

جمهوررئیس غنی وویل: له څو اوونیو راپدېخوا چې د پوهنې پر اصلاحاتو کار پیل شوی، شویو لارښوونو ته په کتو د پوهنې وزارت مسوولین اوس توانېدلی چې د دغه وزارت د تغییراتو راوستو او ټاکل شویو موخو په برخه کې کار وکړی او مهمه ده چې دا موخې لا واضح او د تطبیق لپاره یې د عمل سترې برنامې جوړې شی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه، له پوهنې څخه د ملاتړ په موخه باید د خلکو پر بسیجولو زیات کار وشی او موږ د پوهنې لپاره ملی حشر ته اړتیا لرو.

ممکن است شما دوست داشته باشید