روزنامه اصلاح

د پولیو تازه پېښې؛ افغانستان د نړۍ تر ټولو ګوزڼ ځپلی هېواد

د افغانسان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ګوزڼ د دریو تازه پېښو د موندلو او ثبتولو خبر ورکړی دی.

دا تازه پېښې د نورستان د پارون، د هلمند په نوزاد او د کندهار د میوند په ولسوالیو کې موندل شوی دی. ګوزڼ وهلی پنځه کلنې، دوه کلنه او ۱۴ میاشتنۍ نجونې دی.

په دې سره په ټول افغانستان کې سږکال د پولیو ټولې پېښې ۱۹ ته ورسېدې. د عامې روغتیا وزارت په اعلامیې کې ویلی دی: ” د پولیو د پیښو شمیر په سویلې حوزه کې ۱۳، په ختیځه حوزه کې ۶ او په ټول افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۱۹ ته رسیږی، (۹ پیښې په کندهار، ۳ په هلمند، ۱ په ارزګان، ۳ په کنړ، ۲ پیښې په ننګرهار او ۱ پیښه په نورستان کې راپور شویدی.”

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د پولیو په ورک کولو کې له روغتیایی ډلو سره کار وکړی. د عامې روغتیا وزارت وایی سږکال د نړۍ د پولیو ۷۵سلنه پېښې په افغانستان کې موندل شوی ‌دی.

د افغانستان د پولیو د ملی کمپاین مشر ګلاجان ایوب وایی د پولیو ډېرې پېښې په نا امنه سیمو کې ثبتې شوی‌دی.

پولیو یو ساری ویروسی مرض دی چې په ګرم موسم کې یې خپرېدل زیاتیږی. خو دوه څاڅکی واکسین، چې بیخی خوندی او کوم جانبی‌ عوارض هم نلری، دغه ویروس ختمولی او یو ماشوم له معلولیت څخه ژغورلی شی.

په نړۍ کې د پولیو پېښې؛

پاکستان او نایجریا دوه نور هغه هېوادونه دی چې ګوزڼ په کې شته. په پاکستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۳۰۶ پېښې ثبتې شوې وې خو چارواکی‌ وایی چې سږکال(۲۰۱۸) په کې یوازې څلور پېښې موندل شوی ‌دی.

په نایجریا کې بیا په ۲۰۱۶ کې پولیو ۱۱۲۲پېښې ثبتې شوې وې، په تېرو دوو کلونو کې په کې د پولیو پېښې صفر ته رسېدلې دی.

افغان چارواکی وایی‌ دا مهال په ټول افغانستان کې ۱٫۲ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخی دی.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې ” دوی په هغو ولسوالیو کې ژوند کوی چېرې چې د پولیو واکسین کمپاینونو ته کور په کور اجازه نه ورکول کیږی، یا کورنۍ د پولیو واکسین څخه ډډه کیږی او یا هم کله چې واکسیناتوران کورنو ته ورځی، ماشومان د واکسین کولو لپاره نه راویستل کیږی”.

ممکن است شما دوست داشته باشید