روزنامه اصلاح

د ټاکنو کمیسیون: د پایلو ۸۵۵۶ پاڼې معلوماتی سیسټم کې داخلولو ته چمتو دی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو اعلان وکړ چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د ۸۵۵۶ محلونو پایلې تر ارزونې او تصفیې وروسته چمتو دی چې د معلوماتو جمع بندۍ مرکز سیسټم ته ورزیات شی.

ددغه کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ پرون (میزان ۱۵مه) د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونو له چارواکو سره په ګډه خبری ناسته کې وویل، ددوی کارونه په چټکۍ سره پرمخ روان دی او هڅه یې دا ده چې لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان کړی.

آغلی نورستانۍ وویل: “تردې مهاله د نتایجو جمع بندۍ ملی مرکز په ټولیز ډول د نتایجو ۱۱۱۲۹ پاڼې ترلاسه کړی. له دغو پاڼو ۱۰۴۱۱ پاڼې د نتایجو جمع بندۍ ملی مرکز کې سکن شوی دی. د پایلو ۱۰۳۵۷ فورمې تصفیه شوی، د پایلو ۳۵۴۸ پاڼې د د نتایجو جمع بندۍ ملی مرکز کې آرشیف شوی او د پایلو ۸۵۵۶ پاڼې سیسټم ته دننه کولو ته چمتو دی.”

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون رئیسې همداراز وویل، ددغه کمیسیون ډیجیټال سنټر ته د ۲۱۹۵۸ محلونو پایلې رسېدلی او ۱۴۵۰۰ یې پروسس شوی دی.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې، د انتخاباتو په ورځ په ټول افغانستان کې د رأی اچونې ۲۶۵۶۸ محلونه پرانستل شوی وو.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیسې زهره بیان شینوارې وویل، دوی تردې مهاله په ټول افغانستان کې ۴۵۲۸ شکایتونه ترلاسه کړی دی.

اغلې شینوارې وویل چې دغه شکایتونه په ۳۲ کټګوریو وېشل شوی او په لومړی سر کې په ولایتی دفترونو کې ارزول کېږی.

هغې یوځل بیا ډاډ ورکړ چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون خپل کارونه په پوره شفافیت او بې طرفۍ مخته وړی او تورې او سپینې رایې به سره جلا کړی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او په پام کې ده لومړنۍ پایلې یې د روانې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه نېټه اعلان شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید