روزنامه اصلاح

د ټاکنو خپلواک کمېسیون: یوازې بایومتریک رایې به د منلو وړ وی

د افغانستان د ولسی جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ کېږی.

کبرا رضایی وایی، که دې ټاکنو کې رایپاڼه بارکوډ ونه لری نه منل کېږی:

دې چلن لار کې رایو د شمېرلو معیار بارکوډ دی چې د رایه ور کوونکی له بایومتریک وروسته د هغه معلومات سیستم کې جمع کېږی او یوه شمېره لری چې بارکوډ ورته وایی“.

د نوموړې په خبره، همدا بارکوډ چاپ او له رای پاڼې سره سریښ کېږی:

که دا بارکوډ له رای پاڼې سره نه و، رایه نه منل کېږی“.

د افغانستان د ځینې سیاسی ګوندونو یوه غوښتنه دا وه چې په ولسی جرګې ټاکې بایومتریک سیستم سره وشی. که څه هم لومړیو کې افغان حکومت ویل چې دا بهیر ډېر وخت نیسی، خو کله چې ځینې ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیونونو د تړلو ګواښ وشو او یا وتړل شول، نو له هغه وروسته حکومت وویل، چې ټاکنې بایومتریک سیستم سره کوی.

حکومت وایی، چې بایومتریک سیستم سره به ټاکنو کې د درغلی مخه ونیول شی.

ولایتونو ته بایومتریک رسول؛

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره یې ۲۲ زره بایومتریک سیستمونه راوړی چې ۲۱ زره مرکزونو لپاره یو یو ور کول کېږی او پاتې زر هم د احتیاط لپاره دی.

کبرا رضایی دا هم وایی، چې ټولو ولایتونو ته د بایومتریک ۲۲ زره وسیلو رسول پیل شوی دی.

د نوموړې په خبره، لرې پرتو ولایتونو ته د الوتکې له لارې او د افغانستان دفاع وزارت په همکارۍ دا وسیلې رسول کېږی.

نوموړې زیاتوی چې دا وسیلې به ډېر ژر نږدې ولایتونو ته هم ولېږل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید