روزنامه اصلاح

د ټاکنو خپلواک کمېسیون: هر نوماند کولای شی د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ۴۴ میلیونه افغانۍ مصرف کړی

ټاکل شوې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه د روانی اونۍ یکشنبې په ورځ پیل شی چې دوې میاشتې به دوام وکړی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو څخه غواړی چې د خپلو کمپاینونو پرمهال د ټاکنیز کمپاین اصول مراعات او له سرغړونو څخه ډډه وکړی.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وایی، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځی ځایونو کې له کمپاین، له بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتی امکاناتو له کارولو څخه په ډډه وکړی.

ټولو قوانیونو او مقرراتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالی راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دی، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد- حقپرست امریکا غږ ته ویلی، چې امنیتی ارګانونو د یادو ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت په اړه پوره ډاډ ورکړی دی.

هغه وویل:”کمپاینونه د یکشنبې په ورځ پیلېږی، زموږ له ټولو نوماندانو څخه غوښتنه ده هغه مشخصه کړنلاره چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تصویب کړې په نظر کې ونیسی.”

خو هر کاندید د کمپاینونو په دغه دوه میاشتنۍ موده کې څومره پیسې باید مصرف کړی؟

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقرپست وایی، هر کاندیدا کولای شی د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ۴۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړی.

د افغانستان راتلونکی ولسمشریزې ټاکنې چې د
 محمد اشرف غنی او داکتړ عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنو ورته ځانونه کاندیدان کړی دی ټاکل شوې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شی.

که څه هم د یادو ټاکنو د شفافیت په اړه یو شمېر کاندیدانو لا وار له مخکې اندېښنه ښودلې، خو افغان حکومت بیا له مداخلې پرته د شفافو ټاکنو تر سره کېدو ډاډ ورکړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید