روزنامه اصلاح

د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د اسـنادو څـېړنه پـیل شـوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د رسمی نوماندانو د اسنادو د څېړلو بهیر پیل شوی دی.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادی راډیو ته ویلی چې په وروستی لېست کې د شاملېدو لپاره باید نوماندان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له فلتره تېر شی.

ده وویلد دغو نوماندانو اسناد څېړل کېږی او له هغه وروسته به په لومړنی لېست کې شامل شی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نافذه قوانینو ته ژمن دی او کوم شرایط چې قانون وضع کړی، عملی کوی یې.”

د قانون پر اساس، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوه اوونۍ وخت لری، څو د دغو نوماندانو اسناد وڅېړی.

د افغانستان د تابعیت لرل، په جرمونو نه‌محکومېدل، د ۴۰ کلنۍ عمر او د یو لکو رأی ورکوونکو ملاتړ لرل د جمهوری ریاست د انتخاباتو د کاندیدانو لپاره مهم شرطونه دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر چې ۱۰ ورځې وخت ورته ټاکل شوی و، وړمه ورځ پای ته ورسېد.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، دوه نوماندان د قانونی عمر د نه‌پوره کولو او یو شمېر نورو شرایطو له امله ونه‌توانېدل چې ځانونه کاندید کړی.

د ولسمشر محمد اشرف غنی او اجرائیه رئیس داکتړعبدالله عبدالله په ګډون، دغو انتخاباتو ته ۱۸ کسانو رسمی نوم لیکنه کړې ده.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا له افغان حکومته غواړی چې تېرو تېروتنو ته په پام باید روانه پروسه ښه مدیریت کړی.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‌زاده وویلکومو کسانو چې نوم‌لیکنه کړې، اسناد یې باید په ښه توګه وڅېړل شی، همدارنګه کوم کسان چې جرمی سابقه لری او یا په کوم جرم محکوم شوی او له انتخاباتی معیارونو سره برابر نه‌دی، باید ډېر ژر عدلی او قضایی ادارو ته معرفی شی، موږ واقعاً له دې وضعیته اندېښمن یوو، یوه اندېښنه مو له کمېسیونه او بله اندېښنه مو له انتخاباتی ټکټونو ده، که چېرې زموږ دغه اندېښنې په پام کې ونه‌نیول شی، افغانستان به له کړکېچن وضعیت سره مخ شی.”

ښاغلی ایوب‌زاده وایی، په دغو نوماندانو کې داسې کسان هم شته چې شتون‌یې د اندېښنې وړ دی.

د ده په وینا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې تر څنګ چې د داسې کسانو نومونه په لېست کې شامل نه‌کړی باید یاد کسان د بشری حقونو د سرغړونې او په فساد کې د لاس لرلو په تور عدلی او قضایی ارګانونو ته وروپېژنی.

ممکن است شما دوست داشته باشید