روزنامه اصلاح

د ولایاتو لنډ خـبرونه

د قندهار د صنعتی ښارګوټی د لمریزې انرژۍ د تولید دستګاه ډیر ژر پرانستل کیږی

د قندهار د صنعتی ښارګوټی لپاره د لمریزې انرژۍ د تولید د دستګاه د جوړولو کار دوام لری .

د مسوولانو د څرګندونوله مخې، له دوومیاشتوڅخه په لږ وخت کې دغه دستګاه به ګتې اخستنې ته وسپارل شی .

دقندهار په صنعتی ښارګوټو کې د فابریکې لرونکو او نور صنعتکارانو د اړتیاو د تامینولو په خاطر د انرژۍ دکموالی له امله مسوولانو د لمریزو دستګاو د انرژۍ د تولید د جوړولو په فکر کې شول .

د قندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب باختر آژانس ته وویل: دقندهار  د صنعتی ښارګوټی د لمریز انرژۍ د تولید د دستګاه د جوړولو کار پاى ته رسیدلى او تخنیکی کار یې ٨٠ سلنه بشپړ شوى دى .

د قندهار په صنعتی ښارګوټی کې پانګه وال د فابریکې لرونکو او د نورو صنعتکارانو د اړتیا وړ انرژۍ تامینول د افغانی تولیداتو د ودې لپاره یو ستر ګام بولی

***

د قندهار په مالدارانو۱۷۰۰ مټریک ټنه حیوانی خواړه وېشل کېږی

د قندهار ولایت په مرکز او اتلسو ولسوالیو کې زرګونو مالدارانو ته د دوی د حیواناتو لپاره ۱۷۰۰ مټریک ټڼه خواړه ورکول کېږی.

چارواکی وایی چې د حیواناتو د خوړو دغه مرسته د  شپېتو مېلیونو افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له  لورې شوې .

د قندهار د والی مرستیال عبدالحنان منیب د باختر اژانس سیمه  ېیز خبریال ته وویل چې په روان کال  کې د وچکالۍ د ډېروالی له امله زیات مالداران زیانمن شوی دی.

هغه زیاته کړه: ولایتی اداره هڅه کوی چې د مالدارانو  ستونز ته په  خپل وخت سره رسیدګی وکړی او  له زیانمنو  شویو کسانو سره لا ډېرې  مرستې وکړی .

په روان کال کې وچکالۍ نه یوازې د قندهار مالداران زیانمن کړی بلکې د هېواد په  ګوټ ګوټ کې یې زیات زیانونه اړولی دی.

***

په جوزجان کې ښځې دسولې غوښتونکی شول

دجوزجان  ولایت ښځې په یوه پراخه غونډه کې په هېواد کې دسولې له بهیر  څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او جګړې ته یې نه وویل .

دباختراژانس دسیمه ئیز خبریال دخبرله مخې،  دسولې دعالی شورا مرستیالې حبیبې سرابی چې په  دې غونده کې ګډون درلود ویې ویل چې دښځو مشارکت او ګډون  پرته دسولې بهیر ته رسیدل ناممکن دی.

په دې غونډه کې دجوزجان والی لطف الله عزیزی  په دغه ولایت کې دښځو بریالیتوبونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ١٣٩٧ کال دولسی  جرګې  په انتخاباتو کې دجوزجان  دښځو ګډون دستایلو وړ دی .

دې زیاته کړه چې ددغه ولایت په دولتی ادارو کې څه ناڅه ٢٩٣٠ ښځې کار کوی .

ددغې غونډې  په بهیر کې  دسولې په نامه لنډ فلم چې دهېواددلومړۍ میرمنې ددفتر له خوا جوړشوى ونندارې ته وړاندې  شو او څو تنو  ښځو په خپلو ویناوو کې  دسولې له بهیر سره  خپل ملاتړ اعلام کړ .

***

په ننګرهارکې د شاتو مچیو ودې ته پاملرنه کیږی

په ننګرهار ولایت کې د شاتو د مچیو د ودې له لارې د اړو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا په خاطر هلې ځلې دوام لری.

مسوولان وایی چې د شاتو د مچیو د کوچنیو فارمونو په ورکولو سره هلې ځلې کوی چې د بې وزلو او بې سرپرستو ښځو اقتصاد پیاوړى کړی .

په لومړی ګام کې د دغه پروګرام د تحقق لپاره د اچین، روداتو او کوټ په ولسوالیوکې د سلګونو اړو او بې سرپرستو ښځو لپاره د شاتو د مچیو کوچنی فارمونه ورکړ شول .

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس نور الله سباوون باختر آژانس ته وویل چې د اړو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا په خاطر سلو بې وزلو او بې سرپرستو ښځو ته د شاتو د تولید لپاره د شاتو د مچیو کوچنی فارمونه وویشل شول .

ده وویل چې ښځې کولاى شی د شاتو د مچیو او د شاتو په تولیدولو سره خپلې کورنی اقتصاد پیاوړى کړی. ځینې دغې ښځې خپل میړه په ډار اچوونکو بریدونو کې له لاسه ورکړی او اوس بې سرپرسته دی .

حلیمه چې میړه یې سرتیرى و، وویل: اوس چې د مچیو په دغه فارم کې کارکوم او خپلو زامنو ته ډوډۍ برابروم، ډیر خوښه یم.

***

په لغمان کې د پنځه کلنو او اسناد نه لرونکو موټرونو پرزه کول پیل شول

د لغمان ولایت د مستوفیت ادارې له لورې د امنیت شورا د ۵۵ مصوبې پر اساس هغه موټرونه چې پنځه کلن یا بې اسناده وی د پرزه کولو لړۍ یې پیل شوې.

د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له  مخې؛

د همدې له امله په جوړې شوې غونډه کې د لغمان مستوفی وحیدالله میاخیل وویل، چې د امنیت شورا د ۵۵ مصوبې له مخې ټول هغه موټرونه چې پنځه کلن اسناد یې درلودل او یا بې اسناده و د ګډ کمېسیون له لوری نیول شوی او د والی محمد اصف ننګ په حضورکې یې د پرزه کولو لړۍ پیل کړه.

میاخیل وایی: هغه موټرونه چې پنځه کلن اسناد یې درلودل د پرزه کولو وروسته یې خپل مالک ته وسایل سپارل کېږی خو هغه موټرونه چې اسناد ونه لری، قیمت یې د دولت خزانې ته ځی.

وحیدالله میاخیل زیاتوی چې تر اوسه پورې ۵۵ بېلابېل ډوله موټرونه د ګډ امنیتی کمېسیون له لوری نیول شوی او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د لغمان والی محمد آصف ننګ د امنیت شورا د مصوبې په تطبیقولو خوښی وښوده او ګډ کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې په دې برخه کې دې قانون په ټولو یو شان پلی کړی او هیڅوک دې له قانونه ځان لوړ نه ګڼی.

***

په نیمروز کې یو تن د غلا په تور ونیول شو

د نیمروز پولیسو یو سړى د وسایطو د غلا په تور ونیوه .

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له جنایی جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمی د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه سړى پرون د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنایی جرمونوسره د مبارزې مدیریت د منسوبینو له خوا په زرنج ښارکې ونیول شو .

خبرځاى  زیاته کړه: نیول شوی کس په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى او ویلی یې دی چې تر اوسه پورې یې د زرنج ښار په بېلابېلو ساحوکې څو موټر او موټرسایکلونه غلا کړې ده .

***

په هرات کې د تقلبی ګوتمیو د پلورلو  په تور د دوو تنو نیول کیدل

دوه تنه په هرات کې د تقلبی ګوتمیو د پلورلو او د خلکو د غولولو په تور د پولیسو له خوا ونیول شول .

دغو کسانو چې خلک یې غولول او د اصلی ګوتمیو پر ځاى یې تقلبی ګوتمی د هرات ولایت په خلکو په لوړه بیه پلورل، د پولیسو له خوا ونیول شول .

***

هرات ته  دایران د خراسان رضوی دهیئت سفر

دخراسان رضوی  ولایت اقتصادی هیئت  دهرات ولایت ته ورسید .

دایران دخراسان رضوی ولایت داقتصادی چارو دهمغږى اودمنابعو د ودې مرستیال قربان میرزایی چې ددغه هیئت مشری په غاړه لری  دهرات ولایت له سرپرستې مونسې حسن زاده سره په کتنه کې  ددغه سفر هدف په هرات کې  دایران  د ځانګړې نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې ګډون وباله .

دهرات ولایت سرپرستې هم  ددغه هیئت دسفر هرکلى وکړ او هیله یې وکړه چې ددغه نندارتون پرانستل ددواړو هېوادونو  داقتصادی همکاریو د نوی فصل پیل وی .

ممکن است شما دوست داشته باشید