روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عامې روغتیا وزارت، د یونیسف او نړیوال روغتیا سازمان په همکارۍ ۱۴۰۰ لمریز کال کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ. ټاکل شوې ده چې په دې کمپاین کې د ۵ کلونو څخه کم عمره ۹.۶ ملیونه ماشومان واکسین شی او همدارنګه د شپږو میاشتو څخه تر۵۹ میاشتو پورې ماشومانو لپاره به ویټامین A ورکړل شی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د دې کمپاین هدف په هېواد کې د ګوزڼ ویروس له مینځه وړل وبلل او وې ویل: سربېر پر دې چې د ګوزڼ د له مینځه وړلو لپاره هڅې په شدت سره دوام لری، مګر د هېواد په ځینو سیمو کې د ګوزڼ واکسین د کور په کور پلی کولو برخه کې مخالفتونه په هېواد کې د ګوزڼ ویروس پر وړاندې د ماشومانو د معافیتی تشې د رامنځته کېدو سبب شوې دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هېواد په ځینو سیمو کې د مخالفینو لخوا د ګوزڼ واکسین د پلی کولو په برخه کې اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: په هر پړاو یا دوره کې په هېواد کې شاوخوا درې ملیونه ماشومان د ګوزڼ واکسین له ترلاسه کولو څخه محروم شوی دی چې دا چاره په هېواد کې د ګوزڼ پېښو د زیاتېدو باعث شوئ دی.
ډاکټر مجروح د عامې روغتیا وزارت یو بې پرې او غیر سیاسی اداره وبلله او په مخالفینو یې غږ وکړ چې د پولیو د واکسین په پلی کولو کې دې وزارت سره همکاری وکړی او هغه ماشومانو چې د دوی د ممانعت له امله د ګوزڼ واکسین له ترلاسه کولو څخه محروم شوی دی اجازه دې ورکړی ترڅو دوی واکسین شی.
دغه راز ډاکټر مجروح د کورونا ویروس بحران په جریان کې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ګوزڼ د دوهم ډول ویروس د خپرېدو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې تېر کال د ګوزڼ ویروس۳۱۰ نوی ډولونه او د دغه ویروس ۵۶ لومړی ډول راپور شوی او په روان کال کې ۱ پېښه د لومړی ډول او ۲۳ پېښې د دویم ډول ثبت شوې دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ګوزڼ په برخه کې شته ننګونو ته په اشارې سره وویل: چې په دې وروستیو کې د جمهوری ریاست د عالی مقام، د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف تر منځ د دوه اړخیزې حساب ورکونې په اړه همغږی رامینځته شوې او د دې همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دی.
په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان استازی ډاکټر ډاویډ لای وویل ، “د ماشومانو لپاره واکسین او نور لومړنی روغتیایی خدمتونه د ګوزڼ او نورو ناروغیو خپرېدو د مخنیوی یوازینۍ لار ده.” ټولې ښکېلې خواوې باید د روغتیایی خدمتونو بې پرې والی ته درناوی وکړی. د روغتیا نړیوال سازمان ژمن دی چې د پولیو واکسین تطبیق او د ویروس په له منځه وړلو کې د افغانستان له روغتیا سکتور سره مرسته وکړی.
په افغانستان کې د یونیسف استازې مېرمن آلیس اکنګا، په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین په پلی کولو کې د دې ادارې پر همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ګوزڼ د کمپاین په پلی کولو سره نه یوازې ماشومان د ګوزڼ پرضد واکسین کېږی، بلکې د دوی د بدن د معافیت د پیاوړتیا لپاره لپاره دوی ته ویټامین A هم ورکول کېږی.
اوسمهال افغانستان او پاکستان یواځنی دوه هېوادونه دی چې ګوزڼ سرایت پکې موجود دی.