روزنامه اصلاح

د هېواد د خپلواکۍ د جشن په مناسبت د نجونو د عکاسۍ نندارتون پرانیستل شو

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت، د هېواد د لومړۍ مېرمن بی بی ګل غنی له لوری د عکاسو نجونو د عکسونو نندارتون رسماً پرانیستل شو.

د هېواد لومړۍ مېرمن وویل د نندارتون عکسونه ښکاره کوی چې نجونې د عکاسۍ د هنر پر زده کولو سربېره؛ دا هم ثابته کړه چې د هر مثبت کار د تر سره کولو وړتیا لری.

په دغه نندارتون کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د هېواد د بېلابېلو لرغونو سیمو لسګونه عکسونه نندارې ته وړاندې شول.

دغه نندارتون د سولې لپاره د بشر د حقونو د ترویج موسسې لخوا په لاره اچول شوی و.

د یادې موسسې مسوولې
لیلا جعفری وویل، چې د نندارتون عکسونه د هغو نجونو لخوا اخیستل شوی چې د وروستیو درې میاشتو په ترڅ کې یې په کابل کې د سولې لپاره د بشر د حقونو د ترویج موسسې په نوښت، د عکاسۍ هنر زده کړی دی.

هغې وویل چې ځوانو انځور اخیستونکو پر کابل سربېره نورو ولایتونو ته هم سفر کړی او د هېواد د لرغونو ودانیو او سیمو انځورونه یې چمتو کړی دی.

مېرمن سهیلا هغه استاده، چې لسو نجونو ته یې په وړیا توګه د عکاسۍ هنر زده کړی، د یاد پروګرام موخه د هېواد په کچه د عکاسۍ د مثبتو عکسونو د آرشیف په برخه کې د نجونو د وړتیاوو غوړېدل وبلله.

ممکن است شما دوست داشته باشید