روزنامه اصلاح

د هېواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو یعنی د زمری د ۲۸ نیټی په ویاړ: د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په ویاړ د غازی امان الله خان یادګاری منارونه

زموږ په لرغونی هېواد کې په زیاترو برخوکې یو شمېر له برمه ډک په هنرې تزئینکارۍ سمبال تاریخی منارونه او ښکلی څلی د زمانې د غوښتنو او د مفکوروی موخو، د شاهراه ګانو د نیرنګی نقطو اولار ښوونکو علامو، د فرهنګی میراثونو د معرفی کولو او د داسې نورو ملحوظاتو له مخې ودرول شوی چې د تلپاتې آبداتو او همیشنېو ویاړونو د یادګار په بڼه ګرځیدلی دی.

په عمومی ډول دا مینارونه او څلی د څلورو او یا پنځو موخو په اعتبار تصنیف کیدای شی چی یو ډول یې د حماسو ښوونکی سمبولونه او د ویاړونو له څلو څخه عبارت دی، هغه چی د هېواد په تاریخی جګړو کې د افغان ولس د بی سارو قربانیو او بریاوو یادګارونه تمثیلوی، یعنی زموږ د خلکو د وتلو، مړنیو فداکاریو، اتلو شخصیتونو، د قهرمانیو او قربانیو له مخې چې به یې په کومه تاریخی جګړه کې بریاوی ترلاسه کړی او حماسې یی هستی کړی دی نو د هغوئ د درناوی او ژوندۍ ساتلو په خاطر د دوئ په یادو بود د هېواد د ښارونو په مهمو ځایونو کې یادګاری څلی او مینارونه ودرول شوی دی، چې د بیلګې په توګه د غازی امان الله خان او یا د هېواد د خلکو له خوا د هېواد د خپلواکۍ د بیرته اخستلو په ویاړ او مناسبت د کابل د ښار په یو لړ مهمو سیمو کې د هنری تزئینکارۍ په پاملرنۍ سره ودرول شوی دی چې په دې ترتیب معرفی کیدای شی.

۱- د استقلال منار

لکه چې څرګنده ده، د امانیه دوره د نورو نووښتونو ترڅنګه د یاد و بود په نوم د یو ډول نوو بناګانو او آبدو په جوړولو سره د نورو دورو له واکمنیو څخه متمایزه شوې ده، چې طبعاً د دی بناګانو په سرکې د هغه منار جوړونه ده چې د استقلال د جګړی په افتخار او ددی جګړې د اتل قوماندان محمدنادرشاه په نوم یې ودراوه.

د استقلال مینار چې اعلیحضرت غازی امان الله خان یی بڼسټ کیښود، یو بل اړخ یی درلود او هغه دا چې (په هغه وخت کې) یعنی له هنده کابل ته د راننوتلو په سیمه کې له لیری څخه لیدل کیده د کابل د پاچهی کلا(پاچهی ارګ) د ورننوتلو د عمومی دروازې (ختیزی دروازی) په مقابل کې یی موقعیت درلود. د دی منار په یو مخ (مخ په جنوب) د سپینو مرمرو په ډبره کې د څلورو کرښو د ډبرلیک پرمخ د افغانستان د ځواکونو له سرقوماندانۍ له خوا له محمدنادرخان څخه درناوی کیده، له هغه چا چې د افغان او انګلیس په دریمه جګړه کې د بریالیتوب او پای ته رسیدلو لامل وګرزید او د بریتانیی قیمومیت ته یی د پای ټکی کیښودل او د افغانستان بشپړه خپلواکۍ یی ترلاسه کړه.

د منار په اطراف کې د یوې ډبرې پر مخ په لوړ مفهوم سره درې سمبولیکې مجسمې د دې بریالیتوب یادونکې وی، د دی مجسمو ښودونکی عناصر په دۍ ډول کښل شوی وو:

یو جګړه مار را ولاړ شوی، توره یې په لاس په شمالی خواکې، او بل جګړه مار په جنوبی خواکې، یو تړل شوی زمری یی په ښۍ خواکې او یوه ساده ګلدانۍ د افغانستان د سمبولونو په کیڼه خواکی کښل شوې وی.

دا مجسمی د هغه مجسمه جوړوونکې فنکاری وه چی (فاراګو) نومیده، چې نوموړی په دې ډول هنری آثارو د ارګ پاچهی باغونه ښکلی کړی وو. همدارنګه نوموړی د پغمان د پاچهی باغونه په ښکلی کولو کې هم کارکړی ؤ.

د ارواښاد عزیزالدین وکیلی د فرهنګ کابل باستان د اثر په حواله چې د قومی باغ د معرفی کولو په بحث کې داسې لیکلی دی:

«در ساحه سمت شمال اردو باغ قدیم کابل، در سنه ۱۳۲۰ هـ ق مطابق ۱۲۸۱ هـ ش قومی باغ طرح و احداث گردید (امیرحبیب الله خان په دوره کې) یعنی باغ عمومی اقوام افغانستان در شهر کابل، در سال ۱۲۹۹ شمسی (دورۀ غازی امان الله خان) مقام وزارت حربیه و قرارگاه های عسکری و جادۀ استقلال و منار استقلال و دفتر عین المال در ساحۀ قومی باغ بنا یافت»

که د استقلال منار دیو څه مشخص موقعیت په باره کې چې په اوسمهال کې ښه پیژندل کیږی وویل شی نو دا منار د ملی دفاع وزارت د هغی پخوانۍ جادې په منځ کې چې له شاهی ارګ (جمهورى ارګ) څخه دپل محمودخان د ساعت منار ته (چې زموږ د ملی فرهنګ ضد تورمخو دښمنانو له خوا له منځه یووړل شو او له نیکه مرغه دښاغلى نواندیش کابل ښاروال په دوره کى بیا ورغاول شو، مخامخ ورغزیدلې ده داښکلى مخروطی شکله منار جوړ شو، چې په اوسمهال کې د منار څلورو خواووته څلور عرادې توپونه چې میلیونه یې هم د څلور خواوو په استقامت دی ایښودل شوی دی (ددغه توپونو ا صلی هم په دې وروستیو وختونو کې ایستل شوی او بدلی توپونه یې پرځاى نصب شوی دی.)

ددې منار دبرم، افتخار، درناوۍ او ساتنۍ په خاطر پخوا یومجهز عسکر د حاضرباش په حالت کې به په پهره ولاړ ؤ.

دا آبده د اعلیحضرت محمد نادر شاه د استقلال د جګړې دجنوبې جبهې دقهرمان دفداکاریو او سرښندو په یاد چې په دغه وخت کې د ټل د جبهې دزړور او بریالۍ اردو سپه سالار ؤ ودرول شوى دى.

ددې منار په ډبرینه کتیبه کې په دری لاندنى متن حک او پر یادګار پریښودل شوى دى: «یادگار ورود کامیابی یگانه مجاهد وطنپرست ملت خواه جناب محمد نادرخان سپه سالار که عموم ملت افغانستان حقوق آزادی خود را به قوه شمشیر این مرد دلیر از انگلیس در سال ۱۲۹۸ هـ . ش حاصل نمود بنا نهاده شد.»

ښایی وویل شی په دى اثر کې چې ددی منار په اړوند وروستنی معلومات وړاندى شو د جوړولو نیټه یی نه ده ښودل شوی، خو کله چې په موثقه منبع لاس رسی پیدا شونو څرګنده ده چې دا منار کله چې دمخه وویل شول، دغازى امان الله خان ددورۍ له لومړنیو بنا شوو منارونو څخه شمیرل کیږی.

رازقی نړیوال

ممکن است شما دوست داشته باشید