روزنامه اصلاح

د هیواد لومړۍ مېرمن د پلوشه عمری هڅې وستایلې

د هیواد لومړۍ مېرمن، بی بی ګل غنی پخپل دفتر کې د هلمند ولایت اوسېدونکې پلوشې عمری چې د سینې سرطان مخنیوی په اړه د عامه پوهاوی کتاب لیکلی او د ښځو د حقونو مدافع ده، کارونه وستایل.
په پیل کې پلوشه عمری وویل، په ولایتونو کې د سینې سرطان پرناروغۍ د ښځو پوهاوی ځکه مهم دی چې وکولی شی په هماغو لومړیو مرحلو کې د دغې وژونکې ناروغۍ د مخنیوی اقدامات وکړی.
نوموړې زیاته کړه، په دې کتاب کې د سینې په سرطان اخته ښځو ته لارښوونه کېږی چې په وجود کې تر خورېدو وړاندې د سینې سرطان ناروغی وپېژنی، د ځان درملنه وکړی او پر ځان د باور ترڅنګ د مخنیوی لپاره احتیاطی تدابیر ونیسی.
د هغې همکار عبدالعزیز پکتین چې د دې کتاب په لیکلو کې یې ورسره مرسته کړې وویل، دغه کتاب د سینې سرطان مخنیوی په علمی اساساتو لیکل شوی، له نړیوالو سرچینو په کې استفاده شوې، عام فهمه دی او تصویرونه یې هم مېرمنو ته پیغام اسانوی.
د افغانستان د طبی عالی شورا رئیسې او د سرطان ضد مبارزې بنسټ د بورډ رئیسې نسرین اوریاخېل پلوشې عمری څخه په مننې وویل، د سینې سرطان مخنیوی په موخه د عامه پوهاوی دغه کتاب به تکثیر او ټولو ولایتونو ته ووېشل شی.
نسرین اوریاخېل وویل، په نږدې راتلونکې کې به د سینې سرطان ضد مبارزې بنسټ په هلمند کې هم خپل کار پیل کړی او د یادې ناروغۍ په اړه به هلمندۍ مېرمنو سره له نږدې کار وکړی.
د هیواد لومړۍ مېرمن د پلوشې عمری هڅې او کارونه وستایل وې ویل، د هلمند په څېر په لرې پراته ولایت کې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ستاسو هڅې نړۍ ته د نوی افغانستان پیغام ورکوی.
لومړۍ مېرمن وویل، په ولایتونو کې د ناسمو دودونو له وجې د سینې په سرطان ډېری اخته مېرمنې درملنې ته نه حاضرېږی او د ښځو له لوری هغوی ته د عامه پوهاوی دغه فعالیتونه ارزښتناک او د قدر وړ دی.
بی بی ګل د خپلو خبرو په پای کې وویل، د علم او پرمختګ د دښمنانو هېڅ ډول فشار د ځوانانو په زده کړواو نوښت مثبت لور ته تلونکی افغانستان له دې بهیر څخه نشی راګرځولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید