روزنامه اصلاح

د هیواد د خپلواکۍ سلمه کالیزه په شانداره مراسمو ونمانځل شوه

 هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کالیزه د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی په ګډون د دارالامان په بیارغاول شوې ماڼۍ کې ونمانځل شوه.

د هیواد جمهوررئیس دارالامان ماڼۍ ته له رسېدو سره سم، په داسې حال کې چې لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړپوړو دولتی چارواکو، رهبرانو، ملی او سیاسی شخصیتونو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرې کولو سره د دارالامان بیارغول شوې ماڼۍ پرانیسته.

وروسته، بهرمېشتی افغان وارث وزیری د قران عظیم الشان یو ټوک خطی نسخه جمهوررئیس غنی ته ډالۍ کړه. وزیری وویل، د کتبی تاریخ او د هیواد د معنوی میراث د یوې مهمې برخې د ساتنې لپاره موږ په لندن کې د افغانستان د تاریخی مطالعاتو مرکز په چوکاټ کې ګڼ شمېر کتابونه، معاهدې، مجلې، سفرنامې، نقشې، البمونه او د افغانستان د معاصر تاریخ کمساری ناچاپه آثار په ځانګړی ډول د افغان انګلیس جګړې په اړه راټول او خوندی کړی دی.

په همدې ترتیب، د هیواد جمهوررئیس د دارالامان ماڼۍ درېیم پوړ ته ولاړ او هلته یې د پوستی ټکټ د لیدلو او په افغان پوسټ ټکټ د لاسلیک او ټاپې وهلو ترڅنګ، د تاریخی اثارو نندارتون ولیده.

جمهوررئیس همداراز، د غازی امیر امان الله خان دولتی نښان احمد وفی امین او د غازی وزیر محمد اکبر خان مډال عبدالرحمن عطاش ته د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې او مرمت په برخه کې د هغوی د هڅو او خدمتونو د تقدیرولو له امله ورکړ.

وروسته جمهوررئیس غنی او د هیواد لومړۍ مېرمن د دارالامان ماڼۍ ساحه کې چې په رڼاګانو ښکلې شوې وه، د هیواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومی رئیس عبدالمتین بېک یادو مراسمو ته په ویناکې وویل: د خپلواکۍ اصلی اتلان د افغانستان خلک دی. افغانانو هر وخت خپله خاوره له یرغلونو ژغورلې ده، له استعمار سره له مقابلې تر جهاد او مقاومت، له ترورېزم سره له مباررزې د جمهوری نظام لپاره تر درېدو، د دې ازاد او سرلوړی ملت کارنامې دی.

وروسته، د افغانستان د درې زره کلن تصویری تاریخچې بسته چې زموږ د تاریخی عظمت او لرغونتوب ښودنه یې کوله او د مختلفو تاریخی دورو زعیمان یې ښودل، نندارې ته وړاندې شوه.

د دې مراسمو په جریان کې، د هیواد د مختلفو ولایتونو د پوهنې ترانې ملی ټیم چې ملی او محلی لباسونه یې اغوستی وو، په پښتو، دری او اوزبیکی ژبو خپلې ښکلې او له هیوادنۍ مینې ډکې ترانې وویلې.

د غازی امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د دې مراسمو بله ویناواله وه او پخپلو خبرو کې یې وویل: کله چې شاه امان الله خان خپلواکی واخیسته، لومړنۍ جمله یې دا وه چې وسلې پر ځمکه کېږدئ او قلم واخلئ، ځکه یو بېسواده ملت هیڅکله هم ازاد نه وی.

هغه زیاته کړه، زما د پلار لویه هیله نجونو او هلکانو ته د ښوونځیو جوړول و او مور مې ملکه ثریا د مستورات په نوم، چې وروسته یې نوم په ملالۍ تغییر شو، ښوونځی جوړ کړ.

شهزادګۍ هندیه وویل، پلار مې اصیل مسلمان، فوق العاده ملت دوست او مهربانه پلار و او له جمهوررئیس یې د دغې ودانۍ د بیارغاونې له امله چې د ټولو افغانانو لپاره ملی سمبول دی، مننه وکړه.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پخپلو خبرو کې وویل: موږ نن د دارالامان ویجاړه شوې ودانۍ بېرته ورغوله. په هماغه تاریخی عظمت د دارالامان ماڼۍ بیاراپورته کېدل، زموږ د ملت له بیاراپورته کېدو سره په زړه پورې ورته والی لری.

هغه زیاته کړه: زموږ ملت ټپی شو. افغانستان ټپی شو، خو نن زموږ ملت لکه د دارالامان ماڼۍ بیا پخپلو پښو ودرېد.

جمهوررئیس وویل: دا ودانۍ د تاریخ یوه بېلګه ده چې ښیی موږ د دولت، عزت او وقار لرونکی یوو. د غازی امان الله خان یاد او خاطرې ژوندۍ ساتو او په ویاړ یې یادونه کوو، خو زموږ اصلی موخه د خپلواکۍ یادول او نمانځنه ده.

جمهوررئیس غنی څرګنده کړه: تروریستانو زموږ د بیګناه هیوادوالو د وینې په تویولو سره وکولای شول د دې ورځې نمانځنه وځنډوی، خو هغوی به هیڅکله هم بریالی نشی چې موږ له پرمختګ، تحول او ازادۍ غوښتنې څخه وګرځوی.

هغه په ټینګار وویل: د افغانستان لوی ملت په کلکې ارادې دا مسیر انتخاب کړی او حرکت به پرې کوی. د دې ورځې نمانځنه د دې لپاره مهمه ده چې دا ورځ د ملی یووالی، ملی پیوستون او د تحول او غوره راتلونکی لپاره د ژمنې نوی کولو فرصت دی.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه: موږ خپلو دې هڅو ته دوام ورکوو. هیڅکله به یوه کوچنی اقلیت ته چې زموږ د ملی او تاریخی سمبولونو، ازادۍ او پرمختګ دښمن دی، تسلیم نشو.

جمهوررئیس وویل: د افغانستان دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې زموږ تاریخی سمبولونه له منځه یوسی، خو سل کاله کېږی د هغوی دغه هڅې ناکامېږی او موږ د تېری او یرغل له خاورې او ایرو راپورته کېږو، راپورته کېږو او راپورته کېږو.

جمهوررئیس غنی څرګنده کړه: ډارن، شیطان صفته او د دې خاورې کینه کښ دښمن د بودا مجسمې په ډالۍ شویو باروتو ورانې کړې، ترڅو په چاودنو سره موږ له لرغونی تمدن څخه جلا کړی، خو ناکامه شول.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس وویل: له خاورو جوړ شوی بودا ونړول شو، خو هغه بودا چې ښیی موږ هیڅکله بې معرفته او بې علمه نه وو، د ورانېدو او ویجاړېدو نه دی. هیڅ باروت زموږ هویت نشی الوزولی.

هغه زیاته کړه: د ننګرهار او د پکتیا د میرزکې تاریخی اثار یې لوټ کړل او په پنجاب کې یې پخپلو کورونو کې نندارې ته کېښودل، هغوی د دې لپاره دا کار وکړ، ترڅو ننګرهار او پکتیا له خپل لوی تاریخ څخه جلا کړی او دغه دوه ولایتونه د خپل حاکمیت یوه برخه وبولی.

جمهوررئیس وویل: کله چې یې د دین تر نقاب لاندې په کندهار برید وکړ، هغوی هڅه وکړه چې باوقاره او لوی کندهار د تفرقې په مرکز بدل کړی، څه یې وکړل؟هغوی ناکامه شول.

جمهوررئیس محمد اشرف غنی وویل، پروان تر پخوا لا ډېر زرغون او غښتلی ولاړ دی. دغه لرغونې ساحه چې زرګونه کاله د تمدنونو متن یا لاره وه، دوی غوښتل په سوځول شوې ځمکه یې بدل کړی. خو ونتوانېدل او وبه نه توانېږی. پروان لکه د افسانوی مارغه بېرته له ایرو راپورته شو او والوت.

جمهوررئیس وویل: د دارالامان ماڼۍ د پرانیستو موخه دا نه ده چې زموږ بې وزله ملت ماڼیو ته اړتیا لری. نه، دا د دې لپاره دی چې وښیو که موږ هر څومره بېوزله شو هویت نه پلورو. که هر څومره وږی پاتې شو، نه تسلیمېږو. پخپلو مټو هم خپل هویت ساتو او هم یې غښتلی کوو.

جمهوررئیس زیاته کړه: موږ د پایدراه دولت بنسټ ایښی او انشاءالله دا ملت به یې غښتلی کړی. داسې دولت چې تر یوه بیرغ لاندې د دې ځمکې د هر فرد د عزت او شرف، د هر افغان ښځې او نارینه، هر عالم او کروندګر او هر افغان ماشوم ساتنه وکړی او زموږ د قوی ملی احساس استازیتوب وکولای شی.

جمهوررئیس وویل، د دې ملت دا تاریخی پېغور باید پای ته ورسووچې قوی دولت یې نه دی لرلی او یوازې جمهوریت دی چې له بل هر افغان سره د یوه افغان برابری تامینوی. ورک شوی جمهوریت زموږ د ملت تاریخ دی او هغه مو بېرته موندلی او درې رنګه بیرغ تر یوه واحد ملی چتر لاندې د اوسېدو لپاره زموږ اجماع ده.

جمهوررئیس څرګنده کړه: هغه کورنۍ چې اولادونه یې په امنیتی او دفاعی ځواکونو کې په خدمت کې دی، زموږ د ټولنې غمی دی، ویاړ او درناوی یې کوو او د شهیدانو یاد زموږ په زړونو کې ژوندی دی. هغه زیاته کړه، زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو په وړتیا او ملی غرور، دښمن هیڅکله موږ ته ماته نشی راکولی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ سوله راولو، هغه سوله چې په هغه کې زموږ وقار غښتلی شی او ملت مو بې غږه او چوپ نشی، لورګانې مو له وېرې پرته ښوونځیو ته ولاړې شی او مېرمنې په دولت، اقتصاد او ټولنه کې مشارکت ولری او ټول افغانان تر درې رنګه بیرغ لاندې راټول شی.

هغه وویل، موږ هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوو چې زموږ تر ښکلی ملی هویت لاندې باروت کېږدی.

جمهوررئیس وویل: د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو مذاکراتو نظارت لرو. په دې اړه موږ ځکه چوپ یوو او معلومات نه شریکوو چې د افغانستان اسلامی جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات نه دی پیل شوی او کله چې امریکا او طالبان تفاهم ته ورسېږی او له طالبانو سره زموږ مذاکرات پیل شی، موږ به د دې پروسې ټول جزیئات له خلکو سره شریک کړو.

هغه څرګنده کړه، ټاکنې ترسره کېږی او د جمهوریت د بقا لپاره شفافې ټاکنې ډېرې مهمې دی او د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بېساری تیاری نیول شوی دی.

په دې مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضی القضات او د سترې محکمې رئیس، د مشرانو جرګې او ولسی جرګې مشرانو، د ملی امنیت سلاکار، لوی څارنوال، شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوری ریاست سلاکارانو، د دولت جوړوونکی ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح، د افغانستان د علماوو سراسری شورا رئیس، د ملی شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله والو ځواکونو یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د مېشتو دوستو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او استازو او د مرکز او ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکو حضور درلود.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید