روزنامه اصلاح

د هوا د ککړتیا د مخنیوی د لارو چارو پر څرنګوالی بحث وشو

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غنی په مشرۍ غونډې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د مسولینو او ټولو اړوندو بنسټونو د استازو په ګډون د هوا د ککړتیا د مخنیوی پر څرنګوالی بحث وکړ.

په دغه غونډه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په پیل کې جمهوررئیس د هوا د ککړتیا د مخنیوی کمېسیون پر کار او د دغه کمېسیون د غړو پر بې تفاوتۍ خپله نارضایتی وښوده او وې ویل، زه شخصا د دغه کمېسیون ریاست په غاړه اخلم.

جمهوررئیس وویل، د لومړیو لسو ورځو په هرو دوه ورځو کې دې په بېلابېلو برخو کې منظمې غونډې جوړې او د هوا له ککړتیا څخه دې د خلکو د خلاصون لپاره منظم پلان طرحه شی.وروسته د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسلکی معین انجینر عزت الله صدیقی د هوا د ککړتیا د مخنیوی او کمولو په برخه کې د عملی پلانونو د تطبیق په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

هغه په روان کال کې د هوا د ککړتیا د وضعیت، د هوا له کیفیت څخه د څارونکی سیستم او د هوا د کیفیت د ښه والی په موخه د خپلو کړنو په اړه خبرې وکړې.صدیقی د ژمی په موسم کې په اوونۍ کې د رخصتۍ د یوې بلې ورځې د زیاتولو، په کابل کې د غټو باروړونکو موټرو د تګ راتګ، د عامه پوهاوی او ماسک څخه د استفادې د کمپاین، د ‌ډبرو سکرو په استفاده کې د کمبود په خاطر د مایع ګازو په کیفیت او بیې د ثابت ساتلو، د اوږدمهالې برېښنا د تامین، د هوا د څارنې سیستم د ایجاد، د اپارتمانونو د ګرمولو (تسخین) سیستم د څارنې، د عامه ترانسپورټ سیستم د ایجاد او د نیالیګو کښېنولو او څارنې په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وکړل.

وروسته د دولت جوړونکی ټیم لومړی مرستیال او د افغانستان د زرغون بهیر رئیس امرالله صالح د هوا د ککړتیا د مخنیوی په اړه خبرې کړې.

هغه د زړو ټایرونو د سوځولو په ځانګړی ډول په حمامونو او د بې کیفیته ډبرو سکرو څخه استفاده په ژمی کې د هوا د ککړتیا عمده لاملونه وبلل او د ګرمولو لپاره د بدیلو سون توکو د لټون غوښتونکی شو.

وروسته په عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار وحید عمر، د چاپېریال ساتنې ملی ادارې رئیس شاه زمان میوندی او د اړوندو ادارو ټولو استازو د هوا د ککړتیا د مخنیوی د څرنګوالی په اړه خپل وړاندېزونه شریک کړل.

جمهوررئیس غنی د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د هوا د ککړتیا سنجونکو دستګاو پېرلو په موخه دې د چاپېریال ساتنې اداره خپل پیشنهاد وکړی چې د مالیې وزارت له لوری پیسې ورکول شی.جمهوررئیس وویل، په راتلونکی غونډه کې د پنځو ښارګوټو په اړه چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځېدلی وی خپل پیشنهادونه وکړئ. هغه زیاته کړه، د یادو ښارګونو او همدارنګه د خښتو بټیو له مالکانو سره چې د هوا د ککړتیا ستونزې یې ایجاد کړی خبرې وکړی او په لسو ورځو کې دې حل لارې د منظم وړاندیز ضمیمه راوړل شی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، ښارګوټی دې لمریزې انرژۍ څخه د استفادې په اړه خپل وړاندېزونه هم وکړی او په هغو ښارګوټو کې چې د غیرمعاری او نافلتر شو ‌ډبرو سکرو څخه استفاده کېږی، مخنیوی وشی.

جمهوررئیس همداراز وویل، یو پلاوی دې توظیف شی چې د ډبرو سکرو د استفادې بېلابېل ابعاد وارزوی او په حمامونو کې هم باید له ګازو څخه استفاده وشی.

جمهوررئیس غنی زیاته کړه، باید د ماسکونو د پېرلو وړاندیز ترتیب او د باکیفیته ماسکونو ډاډ دې ترلاسه او په راتلونکو څلورو میاشتو کې دې د هوا د ککړتیا اساسی لاملونه تشخیص شی.

جمهوررئیس وویل، مالیې وزارت دې د موټرو په تعرفو کې تغییر راولی او ترانسپورټ وزارت دې باربری اتحادیې تشکیل کړی. هغه همداراز د سرسبزۍ او نیالګیو کښېنولو په اړه وویل، په شلو ورځو کې د ځنګلونو په خاطر خپله طرحه وړاندې او د سېلابونو مخنیوی استنادی دېوالو مسئله دې هم حل شی.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ واضح تمرکز باید په راتلونکو درې میاشو کې د عملی اقداماتو لمخې واضح پایلې ولری او هره میاشت د هوا د ککړتیا د مخنیوی په برخه کې کابل ښاریانو ته نوی زېری ولرو.

ممکن است شما دوست داشته باشید