روزنامه اصلاح

د هند ټاکنې: ۹۰۰ میلیون رای‌ ورکونکی – اوه پړاونه

په داسې حال کې چې پر پاکستان له برید ورسته د هند د صدراعظم نریندرا مودی محبوبیت ته په خپل هېواد کې څه ناڅه تاوان رسېدلی، هغه بیا هم هیله لری چې ګوند یې پارلمانی انتخابات وګتی.

د هند د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی چې ددې هیواد پارلمانی انتخابات چې د نړۍ ستره دموکراسی گڼل کیږی د اپریل د میاشتې په ١١ پیل او په اوه پړاونو کې به وشی.

د هند د انتخاباتو د کمیسیون رئیس سونیل ارورا، وویل چې پدې ټاکنو کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه هندیان چې د رای ورکولو حق لری، برخه اخلی.

د هند په پارلمانی ټاکنو کې ددغو رای ورکونکو له جملې نه ١۵ میلیونه یې د ١٨ او ١٩ کلونو ترمنځ عمرونه لری.

پدې انتخاباتو کې چې په کې د پارلمان ۵۴۳ څوکیو ته کاندیدان سره سیالی کوی د رای ورکوونکو د شمیر له نظره د نړۍ په کچه تر ټولو ستر انتخابات گڼل کیږی او څه دپاسه یوه میاشت وخت نیسی.

د نظرپوښتنو نتیجې ښیی چې واکمن ملتپاله گوند “بهارتیا جناتا” به وکړای شی د ٢۴١ څوکیو په ترلاسه کولو په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې دی چې پر پاکستان باندې د هند د هوایی بریدونو دمخه د هند د صدراعظم او د بهارتا جناتا گوند د مشر نرندرا مودی د محبوبیت کچې ته سخت تاوان رسیدلی و.

خو له دغو بریدونو وروسته د ښاغلی مودی او د هغه د گوند ملاتړی زیات شوی دی چې کیدای شی په راتلونکو انتخاباتو کې یې په گټه تمام شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید