روزنامه اصلاح

د هند ټاکنې؛ څوک به لومړی وزیر شی؟

د هند پارلمانی ټاکنو پنځم پړاو پیل شوی، چې پکې د اوو ایالتونو د ۵۱ څوکیو لپاره رایه ور کول کېږی.

دې کې د اتر پردېش لکهنو حلقه هم ده چې پکې د بی جی پی یو مخکښ مشر او د کورنیو چارو وزیر راج نت سینګ هم نوماند دی. د هغه مقابل کې د کانګرېس یو نوماند پرمود کرشنم او د بې اېس پی او سماج وادی ګوند ګډ نوماد پونم سنا ولاړه ده. پونم د فلمی ستوری شتروګن سنا مېرمن ده. پونم د ممبیی ده او وروستیو کې سیاست ته راغلې ده. هغه وایی، د مودی حکومت د هند جمهوریت په امریت بدل کړی دی: “دا ډېر بد حال دی، که پنځه کاله بیا هغوی واک وچلوی، نو هېواد به بلکل ختم کړی”. د بی جی پی مشر راج نت سینګ هندی ولس ته دا باورمنول غواړی د مودی واکمنۍ کې هېواد چټک پرمختګ کوی: “که مودی بیا واک ته ورسېږی، نو راتلونکو پنځلسو کلونو کې به هند له امریکا او چین وروسته د نړۍ دریم ستر ځواک شی”. د کانګرېس اچاریه پرمود کرشنم وایی، ټاکنې به وښیی چې مینه که کرکه ګټونکې ده. هغه وایی د مودی حکومت د ولسواکۍ باور زیانمن کړی دی: “دا ټاکنې به پرېکړه وکړی چې ولس له درواغو که ریښتیا، کرکې که مینې سره درېږی، له فرقه پالو ډلو سره دی، چې مشرانو یې مذهبی ګډوډی جوړه کړې او که په ګډ درناوی باور لری”. اتر پردېش د سیاسی باور له مخې د هند تر ټولو مهم ایالت دی. بی جی پی پر ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د اترپردېش او شمالی هند له څو سېټونو پرته نورې ټولې څوکۍ وګټلې. وتلی شنونکی او د هندوستان ټایمز مدیر سنیتا ایرن وایی، بی جی پی پخوا ډېر لوړ تللی و او اوس کته روان دی. “کله چې بې جی پی لاندې راځی، نو کتل کېږی به چې اتر پردېش او شمالی ایالتونو کې یې څومره څوکۍ زیانمېږی او دا به کومو ایالتونو کې جبرانوی؟ داسې امکان نه ښکاری”.

د نوموړی په خبره، دا حالت د مودی لپاره اندېښمنوونکی دی او د اکثریت نه ګټلو سره به له اتحادی ډلو سره تګ مودی ته ستونزمن وی.

“مودی ډېر انفرادی او تېره مشر دی، که هغه اقلیت کې ودرېږی نور ډلې به په ځان راټولې نه شی کړی، اتحادی ډلې به د مودی په ځای د بی جی پی پر کوم بل مشر ټینګار کوی”.

ممکن است شما دوست داشته باشید