روزنامه اصلاح

د هند د ویزې غوښتونکو ته زیاتې آسانتیاوې برابریږی

د پستی خدمتونو د تنظیم ادارې د شهیر له خصوصی سیاحتی شرکت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې د دغه تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره د هندوستان د ویزې غوښتونکو ته زیاتې آسانتیاوې برابریږی.

د باختر آژانس د خبریال دخبرله مخېد دغه تفاهم لیک له مخې، دغه شرکت ته د پستی فعالیت اجازه ورکړ شوې ده او دغه شرکت د پیسو د ورکړې لکه د امتیاز حق، د پستی خدمتونو تصمین او د پستی خدمتونو د تنظیم ادارې ته د خپلو عوایدو په سلوکې د پنځلسو په ورکولو ژمن دى .

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د پستی خدمتونو د تنظیم رئیس حکمت الله الکوزی د دغه تفاهم لیک د لاسلیک کولو په وخت کې وویل: ددغې اجازه نامې موخه د هندوستان د ویزې د اخیستلو په وخت کې د غوښتوونکو لپاره د زیاتو خدمتونو وړاندې کول دی.

ده وویل: د پستی خدمتونو اداره په دې برخه کې څارونکې ده.

په همدې حال کې د شهیر د سیاحتی خصوصی شرکت مرستیال محمد فرهاد لطیفی وویل: زموږ شرکت هند ته د ویزې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لس کلنه تجربه او په پام کې لری چې دغه خدمتونه د نورو هېوادونو د ویزې د اخیستلو په برخه کې پراختیا ومومی.

ده وویل: د شهیر شرکت د هندوستان هېواد د ویزې له غوښتونکو څخه د خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې یوازې ٣۵٠ افغانۍ اخلی .

ممکن است شما دوست داشته باشید