روزنامه اصلاح

د هند د بهرنیو چارو مشهوره وزیره ومړه

د هند نوموتې او هند کې محبوبه سیاستواله او د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج ومړه.

دپی ټی آی” خبری اژانس د خبر له مخې مېرمن سوراج چې د پنځو کلونو لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیره وه د تېرې سې شنبې په ورځ د زړه درېدو له امله مړه شوه.

هغه د لومړی وزیر نرېندرا مودی د واکمنۍ لومړۍ دوره کې وزیره او یو له پېژندل شویو څېرو څخه وه، خو د روان کال لومړیو کې یې پارلمانی ټاکنو کې ګډون ونه کړ.

نوموړې هغه وخت مشهوره شوه کله یې چې له هنده بهر له تیت پرک شویو هندی وګړو سره مرسته وکړه. هغې د ټوېټر له لارې د هغوی غوښتنو ته غبرګون وښود.

۶۷ کلنې مېرمن سوراج په ۲۰۱۶ کال کې د ګوردو د پیوندولو عملیات هم کړی و.

ښاغلی مودی په خپل ټویټر پاڼه لیکلی:” د هند د پرتمین سیاست فصل وتړل شو“.

هغه وویل:” هند د هغه ښایسته رهبر غم ته ناست دی چې ټول ژوند یې د بې وزلو او خلکو مرستې ته ځانکړی کړی و. سوشما سوراج هغه څوک وه چې نورو ته د الهام ورکولو سرچینه وه“.

د هند ولسمشر رام ناد کووین ویلی، هند “تر ټولو یوه محبوبه مشره له لاسه ورکړه، چې په عام ژوندانه کې د کرامت، شجاعت او ایماندارۍ نښه وه“.

نوموړی پر خپل ټوېټر لیکلی: “دا چې هغې له نورو سره مرسته کوله، هندی وګړو ته د خدمت له کبله به یې غږ تل د ټولو په یاد وی.”

ممکن است شما دوست داشته باشید