روزنامه اصلاح

د هلمند ولایت د فرهنګی اوونۍپه ویاړ د هنری او لاسی صنایعو نندارتون

هلمند ولایت ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د راغلی پلاوی او د هلمند ولایتی مسؤلینو سره یو ځای د فرهنګی اوونۍ په چوکاټ کې د بېلابېلو نندارتونونو پرانیستنه وکړه.

په دې پرانېستنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د راغلی پلاوی چې مشری یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد کوله، ترڅنګ یې د هلمند سرپرست او مرستیال والی مجاهدالله صفاری، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ، د قومونو او سرحدونو چارو رئیس احمد نوید نظری، د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون ولایتی رئیسه عفیفه معروف، د ښځو چارو رئیسه وجیهه رسولی، د هلمند ولایت مالی او اداری رئیس زاهد اتل، د بشری منابعو رئیس بشیر احمد مبشر، ګڼ شمېر فرهنګپالانو، لیکوالانو، ادیبانو، استادانو، مدنی فعالانو او ځوانانو ګډون کړی ؤ.

په دې نندارتونونو کې د لاسی صنایعو، د تاریخی آثارو انځورونه، د هلمند لیکوالانو د کتابونو او بېلابېلو هنرونو نندارتونونه شامل دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد، د فرهنګی اوونۍ د نمانځنې موخه د افغانی فرهنګ، دودونو، تاریخ، ارزښتونو، او هنرونو ساتنه وبلله او یادونه یې وکړه چې داسې برنامې کولاى شی ولسونه یوبل سره اشنا کړی.

هغه وویل: دا ډول نندارتونونونه به د ولس په پوهاوی کې اغیزمن رول ولوبوی او هغه ستونزې چې هلمند کې په فرهنګی، تاریخی او هنری برخو کې شتون لری د حل په موخه به یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بشپړې هڅې وکړی.

د یادو نندارتونونو په پرانیستغونډه کې د هلمند سرپرست او مرستیال والی مجاهدالله صفاری د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د مننې ترڅنګ وویل: هلمند له تاریخی، فرهنګی او کلتوری اړخ څخه خورا غنی ولایت دی او د داسې نندارتونونو د جوړولو په مټ به نه یوازې د هلمند تاریخ او فرهنګ ژوندی وساتل شی، بلکې د هنری او لاسی صنایعو برخې کارکوونکی او لیکوالان به لا وهڅول شی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله ویاړ، د دې ولایت د فرهنګی برخې د بډاینې لپاره د خپلې هر اړخیزې چمتوالی یادونه وکړه او ﺯیاته یې کړه: د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅه کوی ترڅو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ولایتی ادارې په همکارۍ په تاریخی، هنری، فرهنګی ، ادبی او د ځوانانو په برخه کې بېلابېل اغیزمن فعالیتونه او پروګرامونه ترسره کړی.

د یادولو وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وﺯارت لخوا د ولایتونو د فرهنګی اوونیو د نمانځنې په لړۍ کې، سږ کال مخکې له دې د کونړ، هرات او نیمروﺯ ولایتونو فرهنګی اوونۍ هم د علمی سیمینارونو او فرهنګی- هنری پروګرامونو سره نمانځل شوې وې. ر.بیان

ممکن است شما دوست داشته باشید