روزنامه اصلاح

د هلمند د سولې کاروان روانه اوونۍ په لویو ښارونو کې مظاهرې تر سره کوی

د سولې لپاره له څو میاشتو حرکت او خوځښت وروسته د هلمند د سولې کاروان وایی چې تر اوسه نه طالبانو د دوی پیغام ته غوږ نیولی او نه یې هم له دوی سره د خبرو غوښتنه منلې ده.

اقبال خیبر چې د دغې کاروان مشری کوی، ازادی راډیو ته ویلی چې طالب مشرانو ته د دوی د پیغام د رسولو په خاطر په پلان کې ده چې دا کاروان روانه اوونۍ د هېواد په ځینو لویو ښارونو کې مظاهرې تر سره کړی.

ده وویل: “له دې وروسته زمونږ بل پروګرام دا دی چې غواړو په لویو ښارونو کې مظاهرې تر سره کړو او هلته دا روښانه کړو چې طالبان افغانانو ته ځواب نه ورکوی، همدا اوونۍ مو په کندهار، خوست او ننګرهار کې مظاهرې پلان دی او بیا په نورو ښارونو کې دوام ورکوو.”

ښاغلی خیبر وایی چې دوی روان کال نړیوالو او طالبانو ته د سولې د پیغام رسولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړی، تر دې چې د ارزګان په ولایت کې یې طالبانو ته یو پرانیستی لیک ولېږه، خو په بدل کې دوی د رد ځواب اورېدلای دی.

دی وایی چې نه یوازې د طالبانو له خوا یې غوښتنې نه دی اورېدل شوی، بلکې د دوی پر وړاندې د ځینو نورو کړیو له خوا خنډونه هم جوړېږی.

ښاغلی خیبر وویل، دوی هندوستان او ایټالیا ته د سولې په خاطر سفرونه درلودل، خو ځینو کړیو یې پر وړاندې خنډونه جوړ کړی او د سفرونو په کولو نه دی بریالی شوی.

د سولې دغه کاروان په هېواد کې د جګړې د ختمېدو او سولې په خاطر نهه میاشتې وړاندې له هلمنده خپل خوځښت پیل کړ، نړیوالو ، حکومت او طالبانو ته یې د سولې د پیغام د رسولو په خاطر بیا د کابل په شمول څو ولایتونو ته پلی مزلونه وکړل.

د دې کاروان مشر بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه له نتیجو ډک بولی، خو وایی چې یوازې پر دې نه دی بریالی شوی چې له طالب مشرانو سره خبرې وکړی.

له دې سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته ویلی، دا حرکت”د پردیو استخباراتو په اشارې” رامنځته شوی، نو ځکه دوی د خبرو لپاره د دغې کاروان غوښتنه رد کړې ده.

بل خوا بیا د مشرانو جرګې اداری پلاوی د سولې د ټیګښت په خاطر د هلمندی ځوانانو د سولې د کاروان له هڅو هرکلی کوی.

د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار وویل:

“هر هغه حرکت چې طالبان او د هغوی ملاتړی د سولې خبرو ته هڅوی، مونږ یې هرکلی کوو او هیله لرو چې طالبان د دوی غږ واوری.”

ښاغلی ایزدیار وایی، دا کاروان د سولې د راوستلو او جګړې ته د نه ویلو په خاطر له ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

له دې سره د سیاسی چارو کارپوه ودیر صافی وایی، د سولې د ټینګښت لپاره د حکومت د هڅو تر څنګ د خلکو خوځښتونه ښه اغېز لری، خو ټینګار کوی چې دا کاروان باید په سوله ییز شکل مظاهرې پلان کړی، نه داسې چې د تاوتریخوالی سبب ګرځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید