روزنامه اصلاح

د هلمند جګړه؛ ۵زره کورنۍ بېځایه شوی

په هلمند کې د روانی جګړې له کبله په تیرو ۳ ورځو کې پنځه زره کورنۍ له خپلو کورنو کډوال شوی.
یادی کورنۍ تر ډېره د لښکرګاه ښار دڅلورمی او دریمی حوزې د اړوند سیمو او دغه راز په ګاونډ کې یې د نادعلی ولسوالۍ د بیلا بیلو سیمو اوسیدونکې دی.
د هلمند د کډوالو چارو رئیس سید محمد رامین وایی چې بېځایه شوی کورنۍ د لښکرګاه ښار په بیلا بیلو امن برخو کې ځای پر ځای شوی چې په وینا یې بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
ده زیاته کړه چې تر اوسه له اړمنو کورنیو سره هیڅ مرسته نده شوې خو دوی له مرسته کونکو بنسټونو سره د ستونزې د ژر حل لپاره هڅی پیل کړی.
ښاغلی رامین وویل:”تر پنځه زره کورنۍ له خپلو کورنو وتلی، د بولان د سیمې خلک په مکمل ډول بېځایه شوی همدا ډول د باباجی نادعلی او ګڼو نورو برخو اوسیدونکی کډوال شوی او لاهم خلک خپل کورونه پرېږدی، دوی ډیر اړ دی موږ له مرسته کوونکو موسیساتو سره په اړیکه کې یو چې بشری مرستې اړمنو کورنیو ته ورسو.”
په ورته وخت کې بېځایه شوی کډوال وایی چې د جګړو له وېری یې ټوله شتمنی په کورونو کې پرې اېښې او دوی یوازی خپل سرونه تر امن سیمو پوری رسولی.
هلمند کې د ټلیفون او برېښنا ستونزې؛
په ورته وخت کې د جګړو له شدت سره په هلمند کې د برېښنا او ټلیفونی خدمات هم په ټپه دریدلی.
ځایی اوسیدونکی وایی چې له تېری شپې راهیسې د وسله والو طالبانو تر خبرداری وروسته په هلمند کې ټولو مخابراتی او انټرنیټی شبکو خپل فعالیت در ولی.
د یادی ستونزی له کبله په لښکرګاه ښار کې ټلیفونی اړیکی پرې شوی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.
دغه راز د کجکی د برېښنا جریان لاهم پر لښکرګاه ښار باندی قطع دی او د برېښنا شرکت مسئولین وایې چې د جګړو له کبله یې فنی کار کوونکی د پرې شویو لینونو د تریم سیمو ته نشی ورتلی.
په ورته وخت کې د هلمند او کندهار ولایتونو په سرحدی نقطه لښکرګاه دوراهی کې د کندهار او لښکرګاه ښارونو د برېښنا عمومی سبسټېشن هم له فعالیت څخه لویدلی.
د برېښنا شرکت په وینا د یاد سټېشن ۲ فنی او ۱۵ امنیتی ساتونکې وسله والو طالبانو له ځان سره یرغمل کړی او ځایی خلګو د یاد سټېشن ځینی تخنیکی وسایل غلا کړی دی.

خو د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته په لیږلی بیان کې تائید کړې چې د دوی د جنګیالیو تر ورتګ مخکې د سیمی خلکو د یاد سټېشن ځینی وسایل وړی خو دوی یې بیرته مخنیوی کړی او د یاد برېښنایی مرکز ساتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید