روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
مخکې تر دې چې د دې لرغونې او ډیر پاخه د ساختمانی تدافعی سبک له پلوه د دې سمبولیکې کلا په باب یو څه معلومات وړاندی شې، نو بیخې اړینه ده چۍ تر دې د مخه د (ارتاکانا) د لرغونې کلا د پیژندنې په اړه یو څه رڼا واچول شی.
دا کلا چې د هرات یوه ډیره مهمه او پخه کلا وه، چې په هرات (اری) باندې د مقدونی سکندر تر برید د مخه موجوده وه، لکه چې په دې برخه کې ویل شوی دی.
هغه وخت چې د مقدونی سکندر سپاهیان (۳۳۰ کال تر میلاده د مخه) په پسرلی کې له لویدیزه د هریرود سین (دایوس) سمسوری وداۍ ته راپورته شول، هغه ودان ښار چۍ په دې زمانه کې د هریرود د حوزې مرکز ؤ او په یونانی منابعوکې ورته (ارتاکانه) ویل کیده یوه کلاوه، ډیره پخه او محکمه چې هغه د آریا د ولایت د مرکز په صفت هم یادیده.
البته په دی زمانه کې د افغانستان خاوره د هخامنشۍ د امپراتورۍ یوه برخه وه (احمدعلی کهزاد، افغانستان د دپرتو تاریخ)
«ارتاکونا» او «ارتاکان» د شاهی ښار په نوم د اریه (هرات) د خلکو هغه ښار ؤ چې یی د هرات د اوسنی ښار په خواکې یی موقعیت درلود او بیا وروسته یی پرځای د اختیارالدین کلا آباده شوه. د ارتاکانا کلا چې په تاریخی اسنادوکې د « ارتکوانا »، « ارتاکان » ارته کوانا، ارکوانا او په داسې نورو شکلونو هم ضبط شوۍ ده، بیا وروسته د یولړ لاملونو په وجه داسی ویجاړه شوه چۍ هیڅ نښه نښانه یی پرځای پاتې نه ده، او تاریخی پیښیې یی د اختیارالدین د کلاسره په متناوب شکل بیان شوی دی چې دلته یی له بحثه صرف نظر کیږی خو دومره ویل کافی دی چې وویل شی:
هغه مهال چې مقدونی سکندر د اری د نیولو په خاطر دی خوا ته لښکر کشی وکړه نو په دې وخت کې « بزران » « ساتی بزران » د دې ښار د مشر له خوا دا کلا ساتل کیدله… نو د مقدونی سکندر له خوا ترنیول کیدلو وروسته یی دا کلا نه یوازې ورانه نه کړه بلکې، دغه یی « سکندریه اری» یعنی د هری د سکندری په نوم ودانه کړه د آریانا مجلی د ۱۳۲۳ هـ ل کال د شپږمې ګڼې په حواله د اختیارالدین د کلا په باب داسې لیکل شوی دی.
د هرات اوسنی ارګ چې د هرات شمال خواته پروت دی، پخوا د اختیارالدین د کلا په نوم مشهوره وه، دا کلا د ملک فخرالدین کرت (۷۰۶–۷۰۵ هـ ق) د زمانې له بناوو څخه ده.
بارتولد لیکی: د توشک په عقیده، ارکوان (پخوانی بومی پایتخت) د هرات د اوسنی ارګ په ځای موقعیت درلود، چې وروسته د ملک فخرالدین کرت (۲۴–۱۳ م پیړۍ) د سلسلې په وخت کې د اختیارالدین کلا په نوم مشهوره شوه، د دی پاچا په زمانه کې د اختیارالدین په نوم دوه کسان یادیدل چې یویی اختیارالدین (بیشه یا بیشه) او بل یی اختیارالدین محمدهارون ؤ، چې د ده هم عصر مورخ سیفی هروی ده ته (لیث وغا او غیث سخا) خطاب کاوه، او ملک فخرالدین د خپلۍ مړینې پر مهال وصیت وکړ او د امان کوه د قلعه ساتنه یی نوموړی ته وسپارله نو ممکن دا کلا دې دواړو ته منسوبه وی چې وروسته د اختیارالدین په کلا مشهوره شوه.
د اختیارالدین کلا، بالخاصه د ملک فخرالدین په زمانه کې د ډیرو آبادو، حصارونو څخه شمیرل کیدله د ډیر متانت او ټینګښت په وجه، چۍ یی درلود عمومی خزانی، حربی الآت ادوات او داسې نورې ټولې دولتی ذخیرې په دې کلا کې خوندی ساتل کیدلې، د اختیارالدین کلا چې له نیکه مرغه تر اوسه پورې موجوده او تعمیراتی شکل یی د پیژندنې وړدی، لوړ احاطوی دیوال (حصار) چۍ یې په اوږدو تیرکشونه موجود دی، ډیر ښکلی مدور شاهبرجونه چۍ شمیر یی زیات دی، پخې او لویی دروازۍ او د اړوندو لازمو تاسیساتو درلودونکی تاریخی بالاحصار شمیرل کیږی.
رازقی نړیوال