روزنامه اصلاح

د نشه یی موادو پرضد د مبارزې وزارت: د معتادو ماشومانو شمېر زیات شوی دی

په افغانستان کې د نشه یی موادو پر ضد د مبارزې وزارت د معتادو ماشومانو د ډېرېدو په اړه خبر ورکوی.

که څه هم له ۲۰۱۵ میلادی کال راهیسې په افغانستان کې د معتادینو د شمېر په اړه څېړنه نه ده شوې، خو له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت وایی چې د درملنې مرکزونو ته د راغلو ناروغانو په اړه څېړنه ښیی چې د معتادینو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږی.

له نشه یی موادو سره د مبارزې وزارت د غوښتنې کمولو رئیس ناصر شریفی ازادی راډیو ته ویلی چې په عمومی ډول په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د معتادینو شمېر ډېر شوی دی. نوموړی زیاته کړه:

په افغانستان کې په عمومی ډول د اعتیاد کچه لوړه شوې ده، په دې لړ کې څو کټګورۍ ماشومان هم په نشو اخته شوی دی، یوه هغه ډله ماشومان دی چې مور او پلار یې معتادین دی چې دوی هم په نشو ورسره اخته کېږی، بله ډله هغه ماشومان دی چې په غیر مستقیم ډول معتاد شوی دی، دوی چې را لوی شی، په اصلی معتادینو اوړی او درېیم هغه ډله ماشومان دی چې لومړی هغه نشه یی مواد کاروی چی د دود په بڼه استعمالېږی او بیا وروسته نورو نشو ته مخه کوی، د دغه ډول ماشومانو شمېر د درملنې په مرکزونو کې ډېر شوی دی.”

ښاغلی شریفی د نشه یی موادو له زیانونو څخه ناخبری، نشه یی موادو ته اسانه لاسرسی او د مافیایی ډلو له خوا نشې ته د ماشومانو هڅول د ماشومانو د معتاد کېدو اساسی علتونه بولی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او امریکا متحده ایالتونو له نشه یی موادو سره د مبارزې او قانون د تنفیذ ادارې ګډه څېړنه چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کې ترسره شوې ښیی چې په افغانستان کې یو لک ماشومان عملاً په نشو اخته دی، خو د هغو ماشومانو شمېر تر دې هم ډېر دی چې د معایناتو پرمهال د نشه یی موادو نښې نښانې پکې لیدل شوې دی.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په ماشومان باندې د درنو کارونو کولو او قاچاق تر څنګ د هغوی اعتیاد د اندېښنې وړ بولی او وایی چې د ماشومانو د ستراتېژۍ پر اساس، معتاد ماشومان په هغه ډله کې راځی چې ډېر له خطر سره مخ دی.

د بشری حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ماشومانو د ملاتړ عمومی رئیس نجیب الله ببرکزی وایی چې افغان ماشومان د کار او مکتب په ساحو کې هم د اعتیاد له خطر سره مخ دی.

دی وایی: د بشری حقونو د کمېسیون یوه اندېښنه دا ده چې په افغانستان کې د معتادو ماشومان شمېر ډېر شوی او په ښارونو کې د کم عمره معتادو ماشومانو شمېر هم مخ پر ډېرېدو دی، هغه کارګر ماشومان چې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ځی، دوی په سرایونو، ورکشاپونو او اپارتمانونو کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې یوځای اوسېږی چې د دوی د معتاد کېدو خطر ډېر دی او زموږ اندېښنه دا ده چې تر معتاد کېدو وروسته له دوی څخه فزیکی او جنسی ناوړه کار اخیستل کېږی.”

د بشری حقونو خپلواک کمېسیون له افغان حکومت څخه غواړی چې پر هغو ژمنو ودرېږی چې د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون د لاسلیک پر مهال یې کړې او د نورو ژمنو ترڅنګ دې د معتادو ماشومانو د تدریجی مړینو مخه هم ونیسی.

  مرسلین ارسلا

ممکن است شما دوست داشته باشید