روزنامه اصلاح

د ناپېلیون روسۍ خزانه چې له پېړیو راهیسې نه موندل کېږی

روسان کیسه کوی چې فرانسوی امپراتور ناپېلیون بنا پارت پر ۱۸۱۲ کال مسکو کې ماتېدلو پسې له ځان سره خزانه هم وړې ده. د دې خزانې د موندلو لپاره ډېر خلک سرګردان او لالهاند دی، خو اوس یوه روسی تاریخپوه په دې تړاو نوې نظریه او دعوه وړاندې کړې ده. دی وایی، هغه خزانه چې ویل کېږی ناپېلیون له ځان سره وړې په هغه ځای کې نه ده ښخه شوې، چې خلک یې لټوی. ویاچیسلاف ریزکوف وایی، له دوو سوو کلونو راهیسې خزانه لټوونکی په ناسم ځای کې لګیا دی. هغه ځایی رسنۍ ربوچی پت سره خبرو کې ویلی چې دی غواړی د خلکو پام له بیلاروس سره پر پوله ردنیا ښار ته واړوی. دا ګنګوسې له دوو سوو کلونو راهیسې روانې دی چې د ناپېلیون ماته خوړلیو پوځیانو له مسکو د تېښتې پر مهال له ځان سره د اتیا ټنو په اندازه سره او نور ګرانبیه توکی غلا کړل. دوی وایی، د تللو وخت کې حالات خراب و او پوځیان اړ شول چې دا خزانه په ځمکه کې ښخه کړی.

د ناپېلیون د جنرال خبرې؛

تراوسه د دې خزانې کومه نښه نه ده موندل شوې، خو د ناپیلیون د هغه لښکر ملګری فلېپ ډی سیګر به ویل، خزانه په سمولنسک سیمه کې سملیوو ډنډ یا جهیل کې ښخه شوې ده. دا خبره ځکه وزن لری چې فرانسوی پوځ همدغه ځای کې خپله وسله او باروت پرېښودل. خو له ۱۸۳۰ کال راهیسې مختلفو روسی چاراکو، لرغونپوهانو او لټوونکو ته دا خزانه په ګوتو نه ورغله. ځکه ځینې تاریخپوهان وایی، د جنرال سیګر خبرې د خزانې له اصل ځای د خلکو د پام اړولو لپاره دی. دوی وایی، د خزانې ممکن ځای د بیلاروس سره نږدې بیریز سمندرګی دی. پر ۲۰۱۲ کال د فرانسې او بیلاروس ګډ پلاوی دې ځای ته لاړ، خو تش لاس ستون شو.

فرضی لښکر؛

د ویا چیسلاف ریزکوف نظریه نوی کال د روسیې دولتی رسنیو کې وځلېده او یوه وجه یې هم دا ده چې د هغه وخت پېښې په رنګین ډول وړاندې شوې دی. هغه وایی، چې د روسی ځری( جاسوس) د تېر اېستلو لپاره ناپېلیون یو درواغجن یا فرضی لشکر سملیوو ډنډ ته ولېږه، خو خپله امپراتور او خزانه سوېل لور ته ردنیا او هغه ته نږدې بولشیا روتاوچ جهیل ته روان شول. “هلته یې جهیل یا ډنډ کې یو ګوړی جوړ کړ او ډېر احتیاط سره یې سره او نور ګرانبیه توکی پکې پټ کړل”. د خپلې نظریې د پخولو لپاره د جهیل په لار د نږدې خلکو د شهادت خبره کوی، چې له ۱۸۱۲ کال وروسته ورو ورو تر لرې لرې د خلکو تر غوږونو ورسېده.  هغه پر ۱۸۹۸ کال د دغه ډنډ د ابو ازمویلو تجربه هم یادوی چې نتیجه کې یې مالومه شوه چې د سپینو زرو ډېر ناعادی بڅری پکې شته. رسنوالو دې څانګړې نظریې ته پراخ پوښښ ور کړی او وایی، چې ښو وسیلو او کارپوهانو سره به د ډنډ له تل خزانه و واېستل شی. خو ټول پر دغه دعوه باور نه لری. خزانه لټوونکی ویلادیمیر پوریوو په روسی رسنیو کې د ناپېلیون د خزانې اړوند کارپوه بلل کېږی او له ډېر وخت راهیسې دغه برخه کې هم ښکېل دی. نوموړی له دې نظریې سره سخت مخالف دی. ویلادیمیر پوریوو له موسکووسکی کومسومولیټس ورځپاڼې سره خبرو کې ویلی، دا یوه افسانه ده: “له پېړیو راهیسې تاریخپوهانو د ناپېلیون د روسیې د عملیاتو د هری ورځی د پرمختیا اسناد خوندی کړی دی”.

د نوموړی په خبره، دا ناشونې ده چې هغه خپل پوځ پرېښودلی او د څلور سوو اسانو د سرو زرو کاروان سره تښتېدلی”.

ممکن است شما دوست داشته باشید