روزنامه اصلاح

د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه او هیله مندی

د ټولنیزو خبری رسنیو د خبرو له مخې به د ۲۰۱۸ میلادی کال له ۱۳ – ۱۴ نیټی سره برابره ده په بروکسل کې د ناټو د ۴۱ غړیو هېوادونو د لیندۍ (قوس) میاشتى د چارو وزیرانو غونډه جوړیږى. په دغه غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څخه ښاغلى صلاح الدین ربانی هم ګډون ولری.

د ناټو Nato د پوځى سازمان د ویاند د خبرو له مخې چې د ناټو د ټولو غړیو او متحدو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یوځل بیا د افغانستان په اړه په بروکسل کې راټول شوى، چې په هغه کې په لاندې اجندا خبرى کیږی، د افغانستان د سولې په اړه د پرمختګ خبرې او هم د متحده ایالاتو له خوا د سولې د رامنځته کیدلو په برخه کې د دغه هېوادنو د ځانګړى استازى هڅى، څیړى او ارزیابی کول یې.

د جنیوا د کنفرانس د پایلو په اړه بحث او په هغه کې د نړیوالو شخصیتونو د خبرو په اړه شننه کوم چې د افغانانو په مالکیت د افغان سولې پلوى دی.

د افغانستان اوسنۍ روانه جګړه او د جګړى د بندولو په هکله خبرې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت نا امنى او له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ مسایل تر بحث لاندې دی.

دغه راز ناټو له خپلو غړیو هېوادونو او علاقمندو هېوادونو غواړى چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولى له ټولو هڅو، خبرو او فعالیتونو څخه قوى ملاتړ کوی. په دى هکله به خپله همکارى او امکانات ونه سپموى.

په دغه غونډه کې په د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر،  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو ملکى استازی او نور مهم چارواکى او شخصیتونه د افغانستان د سولې او د سولى له پروسې څخه حمایت (ملاتړ) او د دولت د فعالیت په اړه خبرې ښه نتیجه ولری.

د افغانستان جمهور رییس ښاغلى محمد اشرف غنی د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ (قوس) په ۸مه نېټه د جنیوا په غونډه کى ګډون وکړ او د قوس په شپږمه یى د جنیوا کنفرانس ۶۲ استازیو او د ۳۵ نړیوالو ټولنو (سازمانونو) استازیو ته یوه اوږده بیانیه ایراد کړه چې د اقتصاد په خپل ځان د بسیا کیدو (خودکفایی) د دیموکراسۍ د ثبات او ټینګښت د سوداګرۍ او پانګوالۍ په اړه د لازم چاپیریال جوړول د فساد په وړاندى د یوى سمې استراتیژۍ جوړول او عملى کول، د ښى حکومتوالۍ د بنسټ پیاوړی کول، د قانون انطباق، د معارف پیاوړى کول د سولې په اړه ګړندى او محکم ګامونه اوچتول او په دې آړه د عبدالسلام رحیمی په مشرۍ د ۱۲ کسیز پلاوی ټاکل او عملى کارکول له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرې کول… دى شامل وو. چې دا ټولې چارې او مسالې د ناټو په اوسنۍ غونډه کې مهم عناصر دى.

د ناټو اوسنۍ دوه ورځنۍ غونډه د افغانستان د ټولو وګړو او ملى ځواکونو په ګټه ده. او له طالبانو څخه هم هیله دا ده چې د سولى په پروسې کى ورګډ شی. ترڅو دا ملی پروسه په رښتینى توګه بریالیتوب ته ورسیږی.

دغه راز د ملی قوتونو د پیاوړتیا، غښتلتیا په تیره بیا د هوایى پوځ تقویت او د ملى قوتونو د مالى، لوژستیکى مرستې او تر ۲۰۲۵ کال پورې بشپړه حمایت وشی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید