روزنامه اصلاح

د مولوی شبیر احمد کاموی د شهادت په اړه د جمهوررئیس د ډاډګېرنې پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د خلکو قسم خوړلو دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام د امن او سلامتۍ په دې مبارکه میاشت کې یو ځل بیا په کابل ښار کې د هېواد جید دینی عالم مولوی شبیر احمد کاموی شهید کړ.

انالله و انا الیه راجعون!

ارواښاد مولوی شبیر احمد کاموی د هېواد پیاوړی دینی او علمی شخصیت وو چې خپل عمر یې په هېواد کې د سولې او ورګلوۍ او  د ټولنې په خدمت کې تېر کړ. د نوموړی شهادت د هېواد او هېوادوالو لپاره لویه ضایعه بولم او اړوندو امنیتی ارګانونو ته د یادې پېښې د هراړخیزې څېړنې ترڅنګ، قانون ته د هغې د عاملینو د ژر سپارلو لارښوونه کوم. د ارواښاد مولوی شبیراحمد کاموی د شهادت په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو، همکارانو او ټولو وطنوالوته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب څرګندوم او د خدای تعالی په دربار  کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا، خپلوانو او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هېله کوم.

 آمین یارب العالمین.

محمد اشرف غنی

دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رئیس

ممکن است شما دوست داشته باشید