روزنامه اصلاح

د مهاجرت نړیواله اداره: ایران تیرکال ۴۱۵ زره افغان کډوال افغانستان ته اړولی

د مهاجرت نړیواله اداره وایی، په تیر ۲۰۱۸ میلادی کال کې د افغانستان له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه اته سوه پنځه زره اته سوه پنځوس افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوی، چې له نیمایی زیات یې د هغوی د خوښې پرخلاف وطن ته ستانه کړی شوی دی.

د مهاجرت نړیوالې ادارې “آی اوایم” په یو تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ ( مرغومې ۲۰ مه) یې خپور کړی، ویلی، چې په تیر میلادی کال کې ۷۷۳ زره او ۱۲۵ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوی، چې د آی او ایم د ادارې د وینا له مخې ۴۱۵ زره او ۶۰ تنه یې د هغوی د خوښې پرته افغانستان ته اړول شوی دی.

آی اوایم” وایی، چې له ایران څخه تیرکال افغانستان ته د ستنو شوو افغانانو په شمیر کې د اوړم کال ۲۰۱۷ پرتله ۷۰ فیصده زیاتوالی راغلی وو.

خو د دغې ادارې د شمیرنو پر اساس له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنو شوو افغانانو په شمیر کې برعکس تیرکال ۲۰۱۸ کې د اوړم کال ۲۰۱۷ پرتله ۷۰ فیصده کموالی راغلی وو.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا رادیو ته ویلی، چې د دې ترڅنګ، چې ایران په دغه هیواد کې د قانونی اسنادو نه لرونکی افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستنوی، یو زیات شمیر هغه افغانان،چې په دغه هیواد کې یې د یوې مودې لپاره کار کړی او اکثره یې جره اوسیږی، هغوی هم کله، چې غواړی خپل وطن ته ستانه شی، پخپله ایرانی پولیسو ته مراجعه کوی او پولیس یې هم افغانستان ستنوی.

په ایران کې څه باندې دوه میلیونه افغانان دیره دی، چې یوازې شاوخوا یو میلیون یې په دغه هیواد کې د اوسیدانی قانونی اسناد لری.

افغان حکومت د ایران له حکومت سره د یوې موافقې له مخې هغو افغانانو ته، چې په ایران کې د اوسیدانې اسناد نه لری، پاسپورټونه ورکوی او ایران بیا هغوی ته د اوسیدانې ویزې ورکوی.

خو په دې برخه کې هم ستونزې شته او په ایران کې میشت یو شمیر افغان مهاجرین د ویزو د اخیستلو په برخه کې د اوږد ځنډ څخه شکایتونه کوی.

د مهاجرنیو او ستنیدونکو چارو وزارت د وینا له مخې لا هم نږدې ۷ میلیونه افغان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې یا مهاجر دی او یا یې هم پناه اخیستې ده، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې ژوند کوی.

دا وزارت وایی، چې په تیرو څلورو کلونو کې نږدې درې میلیونه او دوه سوه زره افغان مهاجر خپل هیواد ته راستانه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید