روزنامه اصلاح

د ملی مصالحې عالی شورا رییس: دتاوتریخوالی زیاتېدل د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ کوی

د ملی مصالحې عالی شورا رییس او ورسره پلاوی پرون دوشنبه د ( تلې ۷ نېټه) اسلام‌آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامی جمهوریت لوړ رتبه پلاوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، دا سفر به د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی فصل پرانیزی.
شاه محمود قریشی د افغانستان خپلواکۍ او ملی حاکمیت ته په احترام سره وویل، موږ د افغانستان په کورنیو موضوعاتو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې له پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه، په افغانستان کې سوله په پاکستان کې د سولې په معنا ده. نوموړی وویل، د افغانستان سوله نظامی حل نه لری او د خبرو اترو له لارې حل لری.
ښاغلی قریشی د دوحې مذاکرات تاریخی یاد کړل او ویې ویل، د سولې په برخه کې پرمختګونه شوی او دا باید په افغانستان کې د تاوتریخوالی د کمېدو سبب شی.
ورپسې د ملی مصالحې عالی شورا رییس د پاکستان اسلامی جمهوریت له رسمی بلنې او کوربتوب څخه په مننې اسلام اباد ته د ۲۰۰۸ کال کې د سیمزې ګډې جرګې کې ګډون ته په اشارې وویل، هغه وخت یې زیات موضوعات لرل خو داځل د یوې نوې روحیې سره راغلی.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د سولې خبرې په کرار روانې دی او له بده مرغه تاوتریخوالی هم زیات شوی چې دا د سولې خبرې له خنډ سره مخ کوی .
د ملی مصالحې عالی شورا رییس وویل تروریزم د ټولو هېوادونو لپاره ګډ خطر دی او په افغانستان کې سوله د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې هېوادونو په ګټه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید