روزنامه اصلاح

د ملی امنیت شورا دفتر مطبوعاتی اعلامیه

د افغانستان زړور او مېړنی امنیتی او دفاعی ځواکونه همدا اوس د غزنی، فراه، بغلان، کندز، تخار، زابل او غور ولایتونو په ګډون، ټول هېواد کې د دښمنانو په ځپلو بوخت دی. د افغانستان د خلکو قسم خوړلی دښمنان زموږ له وسله وال پوځ سره د مخامخې جګړې په هر پړاو کې د درنې مرګ ژوبلې په ورکولو او د هېواد د د رښتینی مسلح قوتونو د قربانیو له برکته ماتې سره مخ شوی دی. نو له همدې کبله یې د ملکی وګړو په وژلو خپله جنګی تګلاره بدله کړې، چې د دغو ډلو د کمزورتیا ښکارندوی کوی.د ملی امنیت شورا له ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع برخه کې د هېواد د ټولو مسلح قوتونو له قربانیو او همدا راز د هغوی له درنو کورنیو چې خپل بچیان یې دې لارې ته روزلی ؤ، قدردانی او ستاینه کوی. د پوهنې، پراختیا او نورو ټولو برخو کې موجود پرمختګونه له شک پرته چې د هېواد د وسله وال پوځ د قربانیو په نتیجه کې تر لاسه شوی دی. د افغانستان د خلکو دښمنان به هېڅکله خپلو اهدافو ته چې د خلکو منځ کې د وحشت خورول دی، ونه رسېږی او د هېواد درانه ولسونه چېط تل یې له خپلو امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ کړی دی، د خپل ملاتړ په دوام به دښمن ته اجازه ورنه کړی چې د وحشت فضا رامنځته کړی. په داسې حال کې چې زموږ ګران هېوادوال له طبیعی وچکالۍ او د ژمی له سړښت سره مخ دی، طالبانو د بشری ضد بریدونو په ترسره کولو، تحمیلی جګړې ته دوام ورکړی دی. په ډېر تاسف چې په دغو سیمو کې د هغوی تاوتریخوالی زېږونکو اعمالو د خلکو ستونزې زیاتې کړې او هغوی ته یې زیان اړولی دی. د ملی امنیت شورا دفتر له اړوندو ارګانونو غوښتی چې د خلکو د ژوند خوندیتوب او د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تلفاتو د کموالی په موخه، ټول هېواد کې پر دښمن خپلو بریدونو ته زور ورکړی.وروستیو جګړو یو شمېر کورنۍ بې ځایه کړې چې ځینې هېوادوالو ورسره مرسته هم کړې دی. په عین حال کې حکومت او مرستندویه بنسټونو هم لومړنی مواد او بشپر پاله مرستې هغوی ته رسولی دی

ممکن است شما دوست داشته باشید