روزنامه اصلاح

د ملی امنیت سلاکار: د ګاونډیو هېوادونو او سیمې امنیت په نشه یی موادو پورې تړلی

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب د سیمې ثبات په نشه یی موادو پوری تړلی ګڼی او وړاندیز کوی چې باید ګاونډیان او د سیمې هېوادونه له افغان دولت سره په ګډه د نشه یی موادو پر ضد مبارزه وکړی. د اوفا (UfA) لسم کنفرانس چې د روسیې په اوفا ښار کې د سیمې هېوادونو د ملی امنیت سلاکارانو په ګډون جوړ شوی و، د نورو امنیتی مسائلو ترڅنګ د سیمې هېوادونو په کچه په نا امنۍ کې د نشه یی موادو ونډه هم وڅېړل شوه.

د افغان حکومت د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په دې کنفرانس کې له نشه یی موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو مبارزه او سرښندنې وستایلې او د نشه یی موادو کښت، تولید او قاچاق یې د نړۍ امنیت ته یو ستر ګواښ او د ترهګرو ډلو مالی سرچینې وبللې.

د افغانستان د امنیت شورا ویاند طارق ارین ازادی راډیو ته ویلی، چې ښاغلی محب په سیمه کې د نشه یی موادو له کښت، تولید او هیروئینو په جوړولو کې د کېمیاوی موادو د قاچاق په برخه کې پر صادقانه مبارزې ټینګار وکړ. 

دی وایی: د افغانستان د ملی امنیت سلاکار د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه د خبرو ترڅنګ د نشه یی موادو قاچاق د ترهګرو ډلو مالی سرچینه وبلله او ترهګر او د نشه یی موادو قاچاق کوونکی یې د یوې سکې دوه مخونه وګڼل، ده زیاته کړه چې ترهګر د نشه یی موادو له امله په کال کې په میلیونونو ډالر تر لاسه کوی چې باید ټول هېوادونه یې په ګډه مخه ونیسی.

تر دې وړاندې روسی چارواکو هم څو ځله په افغانستان کې د نشه یی موادو د کښت او تولید له ډېروالی په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو د افغان حکومت د ملی امنیت مشاور دې اندېښنو ته په ځواب کې له ګاونډیو هېوادونو څخه وغوښتل چې د نشه یی موادو د تولید په مخنیوی کې باید افغانستان ته د کېمیاوی موادو صادرات بند کړای شی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې یا (UNAMA) د چهارشنبې په ورځ امنیت شورا ته په وړاندې شوی راپور کې ویلی چې افغان ځواکونو په تېرو درېیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو له خوا افغانستان ته د زرو لیټرو کېمیاوی موادو د قاچاق مخه نیولې ده، دا هغه مواد دی چې د هیروئینو په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږی.

د فراه پخوانی والی او سیاسی کارپوه محمد عمر شېرزاد دا منی چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د نشه یی موادو تولید د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ دی، خو د سیمې هېوادونه هم له نشه یی موادو سره په مبارزه کې رښتینی نه دی.

ده وویل: د سیمې هېوادونو ته هم زیان رسېږی، خو دوی هغه مسؤلیتونه هم په سم ډول نه دی ادا کړی چې د نشه یی موادو د کښت او قاچاق د مخنیوی په برخه کې یې لری، کېمیاوی مواد او نور وسائل چې د نشه یی موادو په کښت، تولید او قاچاق کې کارول کېږی، د همدې هېوادونو له لارې افغانستان ته را قاچاق او بیا د نشه یی موادو په پروسس کې کار ځنې اخیستل کېږی، دغه ډول دا نشه یی مواد د همدې هېوادونو له لارې نړۍ ته قاچاق کېږی، د سیمې هېوادونو په دې برخه کې له افغان حکومت سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو لسو ورځو کې افغان امنیتی ځواکونو د نشه یی موادو پر کارخانو او زېرمو باندې ۱۴۵ عملیات کړی چې په نتیجه کې یې ۱۵۰ قاچاق کوونکی او خرڅوونکی نیولی او دغه ډول ۴۷۷۸ ټنه نشه یی مواد هم نیول شوی دی.

په دې موادو کې ډېره برخه یې هغه کېمیاوی مواد وو چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې د هېروئینو جوړولو لپاره افغانستان ته قاچاق شوی
وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید