روزنامه اصلاح

د ملی امنیت سرپرست:طالبان افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوی

د افغانستان د ملی امنیت لوی ریاست سرپرست وایی چې هېواد کې نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکی پیاوړی شوی دی.
د یاد ریاست سرپرست او نوماند احمد ضیا سراج پرون دوشنبه نومبر ٢٣ (لېندۍدریمه)د افغانستان په ولسی جرګې کې وویل چې د طالبانو په شمول نورو ترهګرو ‌ډلو د ځانمرګو بریدګرو د پېر او پلور بازار جوړ کړی دی.
هغه وویل: “طالبان د ترهګرو ډلو په سر کې دی. د ټولو کړونو تنظیموونکی طالبان دی. د طالبانو د همکارۍ پرته هېڅ تروریستی ډله فعالیت نشی کولی.”
ښاغلی سراج زیاته کړه چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان حکومت پر ضد د یو بل تکتیکی وړتیاوو څخه کار اخلی او د یادو ډلو فعالیت به په راتلونکی کې لا پیچلی شی.
هغه زیاته کړه که طالبانو به پېښور، کراچۍ او کوټې کې امن ځالې نه درلوداى دوی به له دې مخکې له منځه تللی و.
ښاغلی سراج وویل: “زموږ د معلوماتو پر بنسټ هېڅ هغه هېواد چې افغانستان کې لاسوهنه کوی تر اوسه یې خپلو سیاستونو ته بدلون نه دی ورکړی.”
د ملی امنیت سرپرست په اند د ترهګرو ډلو موخې په خپلو هېوادونو کې دی خو قربانی افغانان ورکوی.
هغه وویل: “د ازبکستان اسلامی تحریک په ازبکستان کې خلافت غواړی، د تاجکستان انصارالله ډله په تاجکستان کې اسلامی حکومت غواړی او د ختیځ ترکستان ډله په چین کې ستونزې لری خو هره ورځ د دې جګړې قربانی موږ ورکوو.”
سراج زیاته کړه چې د سیمې د هېوادونو د ګټو تضاد او د یادو هېوادونو مستقیم یا غیر مستقیم ملاتړ، افغانستان کې د جګړې اور تود ساتلی.
هغه زیاته کړه چې په وروستی یو کال کې ۶۰۰۰ کسان افغانستان کې د بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید