روزنامه اصلاح

د ملګرو ملتونو د نړیوال ورځې په مناسبت؛ د ملګرو ملتونو سازمان اصلی ارکان

له دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته په ۱۹۴۱ میلادی کال کى د امریکا د متحده ایالاتو جمهو رییس (روز ولت) د بریتانیا صدراعظم چرچیل په اطلس اقیانوس کې په یوې سترې کښتى کى لیده کاته وکړه او د اتلانتیک منشور په نوم یې په ۸ مادو کې یو مهم طرزالعمل امضا کړ، په ۱۹۴۱ کى د امریکا د جمهور رییس او د بریتانیا د صدراعظم په حضور کى د شوروى اتحاد سفیر په واشنګتن کې سره ګډون وکړ له دې وروسته یى یوه اعلامیه تصویب کړه – د ملګرو ملتونو اعلامیه یى هم تنظیم کړه، په همدى کال کى دغه اعلامیه ۲۶ هېوادونو لاسلیک کړه، کوم چې په سنت جیمز ماڼۍ (لنډن) کى  په سپتامبر ۱۹۴۹ کال کى د آلمان په وړاندى د جنګ اعلان کړى و.

له دې وروسته شوروی، انګلستان، بریتانیا او امریکایی مشرانو په مسکو کې غونډه وکړه په ۱۹۴۴ کى استالین چرچیل روز ولت په کریمیا ټاپو وزمې کى رسماً وکتل بیایى د سانفرانسسکو کنفرانس جوړ کړ.

له دې سره سم د ۵۱ غړیو هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو un اصلى غړى جوړ شول بالاخره د (۱۹۴۵ میلادی کال د اکتوبر په ۲۴ مه د عقرب دوهمه) نیټه یى د ملګرو ملتونو د جوړیدو اصلى نیټه رسماً وټاکله چې له هماغه نېټى څخه رادیخوا دغه مهمه نړیواله ورځ په افغانستان او ټوله نړۍ کى  لمانځله کیږی.

د ملګرو ملتونو un اصلى ارکان په لاندې ډول دی

۱– امنیت شورا

۲– مجمع (عمومى غونډه)

۳– اقتصادى او اجتماعى شورا

۴–  د عدل نړیوال سازمان

۵–  دارالانشاء

۶–  د قیمومیت شورا

لومړی رکن، د امنیت شورا: د ملګرو ملتونو د عمومی اساسنامی (منشورا) د ۲۴ مې مادې پربنسټ، د UN د لوړ سازمان مهمه اداره د امنیت شورا ده. چې د دندو د لایحې له مخی د ټولی نړۍ یا د (نړیوال امنیت د سولې د ساتندوی) په توګه ده، چې د دی ارکان دندی په کنفرانس کې څرګندی شوی دی چې د امنیت او ټیکاو د جوړیدول له پاره ډیر ژر هوډ نیولی شی او اغیزمن او په میکانیزم برابر او اجباری اقدامات کولای شی چی همدی سازمان UN د منشور په اوم فصل کی یی لیکنه شته.

د ملګرو ملتونو منشور د امنیت شورا دندې په لاندې توکو کې بیان کړی: پنځم فصل (څپرکی) (۲۳۳۳  مواد. شپږم فصل ۳۳۳۸ توکی) اوم فصل ۳۹۵۱ توکی اتم فصل ۵۲۴۵ توکی، او ۷۶۸۲۸۳۸۴ توکی دولسم فصل او یو شمیر نور توکی چی ۲۶ موارد دی- دغه ډول د عدل د نړیوال سازمان د ۶۹ ماده د امنیت شورا په اړه جلاجلا احکام لری.

د امنیت شورا دایمی (همیشنۍ پنځه غړی) د (ویتو یا نه) حق لری.

د یادښت وړ ده چی د امنیت شورا دایمی غړیو، امریکا، انګلستان، فرانسی، روسیه، چین یوه ډله وټاکله چې د امنیت شورا له پاره یو تعداد غړی په دایمی توګه زیات کړی چی په ۱۹۹۴ کال کې غونډه وکړه خو بریالې نه شوه.

په دوۍ کی (آلمان، جاپان، هند او برازیل) د دایمی غړیتوب اصلی کاندیدان دی- خو د دوې په وړاندی ایتالیا، کانادا، مکزیکو، ارجانتین او پاکستان مخالفت کوی خو امریکا فرانسه او انګلیس د آلمان پلویان دی مګر روسیه او چین سکوت اختیار وی. په ۱۹۶۳ کال دسامبر په ۱۷ می کی په منشورکی اصلاحات رامنځ ته شول او غیر دایمی غړی یی له ۶ څخه ۱۰ زیات کړل خو اوس مهال له ۱۱ څخه تر ۱۵ پورې رسیږی او ۱۰ غیر دایمی غړی) لری.

اوس مهال دامنیت شورا نادایمی خومهم غړی د جغرافیایی ویش پر بنسټ ټاکل شوی  دی لکه:

اسیایی او افریقایی دولتونو څخه ۵ غړی

لاتینی امریکا څخه ۲ غړی

شرقی یورپ څخه ۱ غړی

لویدیځی اروپا څخه ۱ غړی

اقیانوسیه او نورو هیوادونو څخه لکه نوی زیلاند-کانادا … یو غړی.

دوهم رکن: عمومی مجمع: د نظریاتو د تبادلی او مشوری له پاره ارزښت لری

چی په څلورم څپرکی له ۱۲۹ موادو او نورو برخو کی یی یادښت شوی دی چی ۸ ستری دندی لری: لکه د بودجی، د غړیو راوستل او اخراج د قیمومیت شورا دغړیو ټاکل د امنیت شورا د غیر دایمی غړیو ټاکل د سولی په  آړه  پریکړه لیک صادرولو واک د بیړنی حالاتو له پاره UN د عمومی غونډی رابلل.

څلورم رکن: اقتصادی او ټولنیزه اجتماعی شورا: دغه شورا ۵۴  غړی لری هر کال یی ۱۸ غړی د دری کالونو له پاره ټاکل کیږی په هر کال کی دوه غونډی کوی.

د موضوع ګانو په آړه څیړنه کوی او د توجیی د صدورواک هم لری.

پنځم: دارالانشا: د ملګرو ملتونو د منشورد ۹۷ می مادی د حکم پر بنسټ جوړه شوی چی اساسنامی اسناد- موافقتنامی کوم چی د  اجتماعی-فرهنګی- زده کړی-روغتیا او اقتصادې اونورو نړیوالو مسالو دولتونو او موسسو په آړه وی د اجرایی په هکله یی عمومی منشی ته وړاندی کوی او جمعی تصمیم نیول کیږی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید